د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه معهد

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تر اشراف لاندې د قرائت عالي معهد چې په افغانستان کې د (تخصص قرائت سبعه عشره) د ورکړې لومړنی رسمي مرجع بلل کېږي، د ۱۴۰۵ تعلیمي کال لپاره د اوومې دورې په موخه د دولسم ټولګي (مدرسو، مکاتبو او رسمي دارالحفاظو) فارغانو څخه د تخصصي ازموینې له لارې محصلین مني.

د ګډون شرایط:

۱. متقاضي باید د قرآن کریم بشپړ حافظ وي.
۲. متقاضي باید د دولسم ټولګي سند ولري.
۳. د متقاضي عمر باید له (۳۰) کلونو څخه زیات نه وي.
۴. د نوم‌لیکنې پر مهال دې د تابعیت تذکره او یوه کاپي له ځانه سره ولري.
۵. متقاضي دې د نوم‌لیکنې پر مهال شپږ قطعې ¾ په اندازه عکسونه له ځان سره ولري.

د قرائت عالي معهد ځانګړتیاوې:

۱. نیمه عالي زده کړې په بشپړه توګه وړیا او بې له فیسه.
۲. د پوهنې وزارت له خوا تائید شوی نصاب.
۳. د پروجکټر له لارې تدریس او د قرائت د مشق او تمرین لپاره مجهز ساونډ سیستم.
۴. د کمپیوټر او انګلیسي ژبې عملي او تطبیقي زده کړه.
۵. د پوهنې وزارت د معیارونو مطابق مجرب او مسلکي استاذان.
۶. مناسب، ارام او اکاډمیک چاپېریال.
۷. د پوهنې وزارت په تائید سره، د څوارلسم ټولګي د فراغت سند.
۸. د تخصصي ازموینې تر بریالي تېرولو وروسته د شرعیاتو پوهنځي د درېیم ټولګي د شمولیت حق.

پته:  د کابل نړیوال هوايي ډګر څلور لارې ترڅیرمه، د قرائت عالي معهد.
د اړیکې شمېرې:0744431177 – 0777302321

نوټ: د نوې نوم لیکنې بهیر به د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حوت میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه پیل او ددې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام ولري.

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۶
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د لوړو زده کړو او مسلکي زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست ټولو مشروطو فضلاوو ته خبر ورکوي چې یاد ریاست په پام کې لري، د ۱۴۴۷ هـ. ق کال د کلنۍ ازموینې په چوکاټ کې له . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۵ هـ ش کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.
یاد . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۴۸
Background image

د راتلونکي کال د حج د فریضې لپاره د چمتووالي او ترتیباتو نیولو خبرتیا

محترمو هېوادوالو او د راتلونکي کال د حج فریضې درنو متقاضیانو!

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري د سپارل شوې رسمي وثیقې او ټاکل شوي مهالویش له مخې . . .

Back to announcements