د ارشاد، حج او اوقافو وزارت استازي د سعودي عربستان د اوقافو وزارت له مسئولینو سره په دغه هېواد کې وکتل.
جده: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت با صلاحیته استازي محترم مولوي عبدالولي حقاني نن د سعودي عربستان د اوقافو وزارت له مسؤلینو سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان د دوو ټوټو اوقافي (رباط افغاني او رباط سلیماني) ځمکې په تړاو خبرې وکړې.
د سعودي عربستان د اوقافو وزارت مسئولینو وايي، چې د افغانستان اړوند د دوو ټوټو د وقفي ځمکې موضوع چې پخوا د حرم شریف په پراختیایي سیمه کې موقعیت درلود، موږ به په سعودي عربستان کې د افغانستان د سفارت له مسئولینو سره په همغږي تعقیب کړو او پایله به یې په رسمي ډول د بهرنیو چارو وزارت له لارې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته وړاندې کړو.