د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ترکیې هېواد ته ولاړ . یکشنبه ۵ رجب ۱۴۴۶ هـ ق (۱۶ جدې ۱۴۰۳ هـ ش)

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۴:۵۹
معین عرفان

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شيخ مولوي عزیزالرحمن منصور په مشرۍ یو پلاوی د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شو.

یاد پلاوی به د ترکیې هېواد د لوړ پوړو چارواکو، مسؤلینو او یو شمېر جېدو علماء کرامو سره په جلا جلا کتنو کې د دیني او علمي موضوعاتو ترڅنګ د دوه اړخېزو اړیکو او همکاریو په پیاوړتیا خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو (افغانستان او ترکیې) د مسؤلینو او علماوو ترمنځ به په ارشادی، حج او اوقافي  برخو کې یو له بل سره همکاري او خپلې تجربې شریکې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۶:۵۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د ۱۴۴۶هـ ق کال د حج لپاره د نوې نوم لیکنې بهیر پیل شو

 رجب المرجب ۱۴۴۶ هـ ق (۲۹ جدې ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت  د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج لپاره د نویو متقاضیانو نوم لیکنه په رسمي توګه په پلازمینه کابل او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۷:۱۱
Background image

په ټول هېواد کې د قرآن کریم د ترجمواو تفسیر دورو د پیل لپاره د چمتوالي غونډه ترسره شوه

۱۴ رجب ‌المرجب ۱۴۴۶هـ ق (۲۶ جدې ۱۴۰۳هـ ش)

د ټول هېواد په لویو نظامي مرکزونو کې د ۱۴۴۶هجري قمري کال د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د قرآن کریم د ترجمو او تفسیر د دورو دپیل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د افغانستان او سعودی عربستان ترمنځ د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حاجیانو لپاره د خدمتونو او آسانتیاوو برابرولوتړون لاسلیک شو

۱۲رجب المرجب ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۲۴جدې ۱۴۰۳هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج ، عمرې او زیارتونو عمومي رئیس مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ با صلاحیته استازي د ۱۴۴۶. . .

BACK TO NEWS