د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا له رییس سره وکتل

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۱:۴۳
کمیسیون دسترسی به اطلاعات

شنبه  د کب ۱۶مه، ١٣٩٩

دا چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون؛ هېوادوالو ته د ټولو حقونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په ګډون د عالمانو رول مهم بولي. د افغانستان عالمان، د اسلامي ښوونو پر بنسټ، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون دودولو او عامولو په برخه کې ښه لارښوونه کولای شي. کمېسیون، په ځواب ویونکي او ولسواکي دولت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا او عامولو په برخه کې د عالمانو همکارۍ باندې باور لري.

په همدې اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال دوکتور امین الدین مظفري اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري سره د ګډو همکاریو پیاوړتیا، د کابل او ولایتونو د عالمانو په واسطه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه د کنفرانسونو ترسره کولو په پار ناسته وکړه.

په پیل کې ښاغلي حیدري، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو، دود او پیاوتیا په برخه کې د علماو رول باندې خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په پام کې لري، چې کابل او د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا لپاره د عالمانو له لارې د پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي. ښاغلي حیدري د هېوادوالو له پاره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مشرتابه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال دوکتور امین‌الدین مظفري اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کړنې او فعالیتونه وستایل او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په هکله له دیني اړخه خبرې وکړې. نوموړي وویل: « هم په دین او هم په وضع شویو بشري قوانینو کې قدرت د وګړو دی او حکومت یې د وګړو استازولي په ټولنه کې تمثیل کوي؛ په همدې اساس د اطلاعاتو اصلي څښتنان وګړي دي او ادارې مکلفې دي چې اطلاعات د وګړو په واک کې ورکړي». نوموړي زیاته کړه، له نېکه‌مرغه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین ته ژمن دی او په دې برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS