د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د افغانستان د عمرې او زیارت د اتحادیې له مسؤولینو سره وکتل.
۲۳ محرم الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۱۹ اسد ۱۴۰۲ هـ ش)
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني او ددې وزارت د عمرې او زیارت رئیس مولوي کرامت الله اخندزاده په شتون کې، د عمرې او زیارت د اتحایې له رئیس حسن یار حسن زي منګل او نورو غړو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د يادې اتحاديې له مسؤولينو سره د دغه وزارت د طرزالعمل له مخې افغان حاجيانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د يادو شرکتونو د ستونزو د حل په موخه خبرې اترې وشوې.
ښاغلي حقاني د عمرې او زیارت شرکتونو د دندو او مکلفیتونو په اړه غونډې ته د وینا پرمهال وویل: تاسو د شرکتونو د مسؤولینو په توګه باید د اسلامي نظام د سرلوړۍ او له ژمنې سره سم به افغان حاجیانو ته غوره خدمات وړاندې کوي او تجربه لرونکي علماء کرام به ګماري تر څو حاجیان د شرعي احکامو په چوکاټ کې خپلې عمرې اداء کړي.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ستاسو سره تل همکاران دي او د هغه اصولو او طرزالعملونو له مخې چې تاسو ته جوړ کړی شوي دي، په کې هڅه شوې ده، چې د عمرې او زیارت شرکتونو ته د اسانتیا، روڼتیا او نیک نامۍ موضوعات ځای پر ځای شوي دي.
ورپسې د عمرې او زیارت د اتحادیې رئیس او غړو خپل وړاندیزونه او ستونزې په تفصیل سره د یاد وزارت مسلکي مرستیال سره شریکې کړې او ددې وزارت د عمرې او زیارت له ریاست څخه یې د همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې ښاغلي حقاني د يادې اتحاديې د رئيس او غړو وړانديزونه او ستونزې د اورېدو پر مهال له هغوى څخه وغوښتل، چې خپل وړانديزونه د رسمي مکتوب له لارې له موږ سره شريک کړي، ترڅو د حل په موخه يې لازم اقدامات ترسره شي
