د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ سمنګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له والي، اداري مسؤولینو او یو شمېر علماء کرامو او قومي مشرانو سره وکتل

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۳۹
دیدار با والی سمنگان

دوشنبه ١/رجب/١٤٤٧هـ ق، مطابق ١/جدی/١٤٠٤هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د سمنګان ولایت له والي، محترم مولوي محمد شعیب رسالت، د ارشاد،حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالغیاث خبیر، یو شمېر نورو اداري مسؤولینو او علماء کرامو سره په دغه لیدنه کې هېوادوالو ته دغوره خدماتو او لازمو اسانتیاوو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

محترم وزیر صاحب د اسلامي نظام د لاښه استحکام او ثبات په برخه کې د امامانو، خطیبانو او علماء کرامو رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې د اسلام په مبارک دین کې د دیني علماوو مقام او مکلفیت یوازې د تعبدي چارو تر تنظیم پورې ندی منحصر؛ بلکې د دیني او تعبدي چارو ترڅنګ سیاسي، اداري، ټولنیزو او اخلاقي چارو تنظیم ته هم شامل دی او له همدې امله اسلامي امارت تل هڅه کوي چې د هېواد ستر تصمیمونه د علماوو په مشوره ونیول شي.

همدارنګه محترم وزیر صاحب وویل چې د یرغلګرو په مقابل کې د اسلامي امارت د بریا راز؛ د جهادي مبارزې پر مهال د علماء کرامو رهبري او په عملي توګه د دوی بې سارې قربانۍ وې.

هغوی همدارنګه زیاته کړه چې نظام هغه وخت په سمه لاره روان وي چې واک، مشوره او رهبري یې د علماء کرامو په لاس وي، ځکه دوی د انبیاوو وارثان دي او انبیاء علیهم‌ الصلاة والسلام د خلکو دیني او دنیوي چارې دواړه تنظیمولې حضرت آدم عليه السلام ته د ځمکې خلافت د علم په لحاظ ورکړل شوی ؤ، همدارنګه حضرت سليمان علیه السلام هم پيغمبر ؤ او هم د ټولې دنيا حاکم ؤ.

د بني اسرائيلو د ژوندانه چارې هم پیغمبرانو رهبري کولې، لکه څرنګه چې په حديثِ مبارك کې راځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ‏(كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الْأَنْبِيَاءُ).

د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د نبوت په زمانه کې هم د ټولو مسلمانانو د دیني او دنیوي چارو تنظیم د هغوی صلی الله علیه وسلم لخوا ترسره کېده.

تر هغه وروسته خلفاء راشدينو ته خلافت او د دنیا د چارو انتظام د هغوی ‏د علم پر اساس پاتې شو.

همداراز د اموي، عباسي او عثماني خلافتونو پر مهال هم حاکمان، علماء وو، ځکه علماء کرام د اسلام متخصصین دي او همدوی په اسلامي نظام ښه پوهیږي محترم وزیر صاحب همدارنګه د افغانستان د حکمرانۍ تاریخ او د ملت په اتفاق او اتحاد کې د علماء کرامو رول ته په اشارې سره وویل، چې کله د هېواد د چارو واګې له علماء کرامو پرته د نورو حکمرانانو په لاس وې، دغه وطن یې آباد نکړ، بلکې د تباهۍ او بربادۍ په لور یې روان کړ، ژبني، قومي سمتي او مذهبي تعصبونه، چې په حقیقت کې د اسلام له نظره بت پرستي ده،قائم وو او د افغانستان مؤمن، غیرتي او متحد ولس یې په مختلفو نومونو تقسیم او پارچه پارچه کړی ؤ، اوس چې لله الحمد پر ټول افغانستان اسلامي امارت حاکم دی او دچارو واګې د علماء کرامو په لاس کې دي، ټول هېوادوال د یوه ملت او وروڼو په څېر ژوند کوي او هېڅ ډول تعصب، تبعیض او تفرقې شتون نه لري.

همدارنګه محترم وزیر صاحب مسؤولینو ته په خطاب کې وویل چې مسؤولین او علماء کرام باید ځانونو ته د ملت د مشرانو په حیث نه،بلکې د ملت د خادمانو په حیث وګوري، ځکه اسلامي امارت د خلکو او ملت دخدمت لپاره قائم شوی دی.

تر هغې وروسته محترم وزیر صاحب د ايبک په ښار کې د ارشاد،حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه او په مربوطه چارو کې یې د اړوندو مسؤولینو دخدماتو او اجراءاتو ارزونه ترسره کړه او دچارو د لاښه تنظیم او پرمختګ په هکله یې ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د دغو لیدنو ترڅنګ محترم وزیر صاحب د سمنګان ولایت اړوند د خلم ولسوالۍ له ولسوال، یو شمېر امامانو، علماء کرامو او قومي مشرانو سره هم لیدنه وکړه، د هغوی اتفاق او اتحاد یې وستایه او د دوی ترمنځ یې پر لا زیات وحدت او یووالي ټینګار وکړ.

محترم وزیر صاحب همداراز د يادې ولسوالۍ د عيدګاه مسجد د ترمیم په هکله هم مسؤولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۲:۴
Background image

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو، استاذانو او څېړونکو د استفادې لپاره وړاندې شو

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۲۱:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د حاجیانو د معلمینو او بعثې اعضاوو ګډ پنځه ورځني ښوونیز او روزنیز سمینارونه د هېواد په څلورو پروازي زونونو کې پای ته ورسېدل

یکشنبه، ۱۸/شوال المکرم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۶/ حمل/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حاجیانو د معلمینو او د بعثې اعضاوو ګډ پنځه ورځني ښوونیز او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

BACK TO NEWS