د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په ایران هېواد کې د افغانستان له سفیر سره وکتل

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۸:۳۴
سفیر افغانستان در ایران

۸ رمضان‌المبارک ۱۴۴۴ هـ ق (۱۰ حمل ۱۴۰۲ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب او ددې وزارت د رهبرۍ یو شمېر غړو د ایران په اسلامي جمهوريت کې ‏د افغانستان له سفیر ښاغلي مولوي فضل محمد حقاني سره په خپل کاری دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر یاد سفیر ته دښه راغلاست ویلو ترڅنګ دوی ته د دغي دندې او مسؤلیت مبارکي وویله او د الله تعالی څخه یې ورته دلا زیاتو بریاوو او خدمت کولو هیله وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د سرتاسری امنیت د تامین ترڅنګ د خپلو خلکو د خدمت لپاره صادقانه ګامونه پورته کوي او له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره دښو ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه کوي.

همدا راز په یاده کتنه کې په ایران کې د مېشتو افغانانو په حالاتو او اسلامي امارت سره ددغه هیواد د اړیکو پراخولو په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې.

ورپسې په اسلامي جمهوری ایران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني وویل چې په ایران هیواد کې مېشت افغانان ‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت څخه غوښتنه لری، چې د راتلونکي حج په پروسه کې د دوي سهم ډېر شي او د حجاجو کرامو معلمین هم ددغو مېشتو افغانانو څخه وټاکل شي.

په پای کې دارشاد حج او اوقافو وزیر دوی ته د راتلونکي حج په پروسه کې د سهم د زیاتوالي او دهغه ځای میشتو افغانانو څخه د حاجیانو د معلمینو ګمارلو په اړه ډاډ ورکړ

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان سعودي عربستان ته ورسېد

۱/ ذوالقعده/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۹/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان، چې د ننګرهار ولایت (۳۴۶) تنه حجاج پکې شامل وو او د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه یې نن سهار په ۳:۳۰ بجو د کام. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا سعودي عربستان ته د روان کال د حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو

جمعه، ۳۰/شوال المکرم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۸/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا نن سعودي عربستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال د افغان حاجیانو د انتقال بهیر د پیل په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۲:۴
Background image

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو، استاذانو او څېړونکو د استفادې لپاره وړاندې شو

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو. . .

BACK TO NEWS