د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه قراء

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت دهېواد د نارینه او ښځینو قاریانو د ظرفیت  لوړونې په موخه د قراءاتو د عالي معهد تاسیئس کړی چې  د دولسم ټولګي ( د ښوونځیو، مدرسو، دارالحفاظ) فارغین چې په لاندې شرایطو برابر وي د (۱۴۰۰) هجري شمسي کال د درېمې دورې لپاره د کانکور اختصاصي ازموینې له لارې زده کړیالان مني

شرایط:

۱:  د قران کریم حافظ وي او سند په لاس ولري

۲: له ښوونځي، مدرسي او دارالحفاظ خخه دولسم سند ولري

۳:  عمر یې باید له ۳۰ کلنو کم وي

۴: د تابعیت تذکره یا یې کاپې د شپږ قطعې رنګه عکسونه د ۳/۴ په اندازه ولري

 دقراءاتو عالي معهد ځانګړتیاوي :

  •  په وړیا ډول نیمه لوړې زده کړې
  • د پوهنې وزارت له لوري تائید شوې نصاب
  • د خویندو لپاره جلا ټولګي
  • د پروجکتور په واسط تدریس او د  قراءاتو مشق او تمرین لپاره غږیږ( ساونډ) سیستم درلودل
  • د انګلیسي او عربي ژبي د زدکړې ترڅنګ د کمپیوټر زده کړې په عملي ډول د مجهز کمپیوټر لیب په درلودلو سره
  • د مجربو استادانو له لوري معیاري تدریس په بشپړه ډول آرم او اکاډمیک چاپیریال کې
  • د پوهني وزارت له لورې د څوارلسم ټولګي د فراغت سندونو ویش
  •  له احتصاصي ازمویني وروسته د شرعیاتو د پوهنځي په دریم ټولګي کې شمولیت

 

پته: د هوایې ډګر څلور لارې د قراءاتو عالي معهد

د اړیکو شمېرې: (0744689696-  0799831847)

له تل پاتې همکاری مو منندوی یو

خبرتیاوې

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۱:۴۲
Background image

د رسنیو درنو استازو

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، نن چهار شنبه، د  روان کال د غویی (ثور) میاشتې ۱۹مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري حرمینو شریفینو ته د محترمو حاجیانو د لېږد د لومړنۍ الوتنې په تړاو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۰:۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا سه شنبه، د روان کال د وري ۷مه، * د ارشاد، حج او اوقافو وزارت* د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري.

بناً د رسنیو درنو استازو ته . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۹:۷
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

‏ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د حج لپاره نوی نوم لیکنه وکړي. په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو اشخاصو ته چې د بیت الله شریف د حج . . .

Back to announcements