د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې هېواد د دیني چارو له مشر دکتور علی ارباش سره ولیدل.

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۲ - ۱۰:۲۱
ملاقات با ترکیه

۱۴ ذوالحجة ۱۴۴۴هـ ق  (۱۱ د سرطان ۱۴۰۲هـ ش)

‏د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د ترکیې هېواد د دیني چارو مشر ښاغلي دکتور علي ارباش په رسمي بلنه په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د سعودي عربستان د مکې مکرمې په ښار کې د ترکیې هېواد د بعثې په مقر کې جوړه شوې وه. د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ترڅنګ د ګڼو هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو  ګډون درلود.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې هېواد د دیني چارو له مشر دکتور علي ارباش سره په ګډوهمکاریو، د دیني او کلتوري اړیکو په ټینګولو، او د علماوو ترمنځ د نظریاتو په تبادلې خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ دواړو مشرانو د حج په برخه کې د خپلو تجربو په شریکولو سره هيله څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه به په دیني برخو کې خپله همکاري لا زیاته او پراخه کړي.

‏د ترکیې د دیني چارو مشر علي ارباش وویل چې افغانستان او ترکیه دوه اسلامي هېوادونه دي، چې ډېر مذهبي، کلتوري او نږدې مشترکات سره لري چې د دغو د لا تقویت لپاره به په ګډه کار کوو.

‏د غونډې په پای کې د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوی نورمحمد ثاقب لخوا ښاغلي ارباش ته افغانۍ غالۍ ( قالینه) او افغاني زغفران د ډالۍ په توګه ورکړل شول

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان سعودي عربستان ته ورسېد

۱/ ذوالقعده/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۹/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان، چې د ننګرهار ولایت (۳۴۶) تنه حجاج پکې شامل وو او د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه یې نن سهار په ۳:۳۰ بجو د کام. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا سعودي عربستان ته د روان کال د حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو

جمعه، ۳۰/شوال المکرم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۸/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا نن سعودي عربستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال د افغان حاجیانو د انتقال بهیر د پیل په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۲:۴
Background image

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو، استاذانو او څېړونکو د استفادې لپاره وړاندې شو

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو. . .

BACK TO NEWS