د افغانستان د سولې له پروسې څخه د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) ملاتړ.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۱۰:۱۱
کنفرانس کشور های اسلامی

چهارشنبه | ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۰ | سمون | ۹ جون ۲۰۲۱ |

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي محمد قسیم حلیمي د چهارشنبې په ماښام سعودي عربستان ته د خپل سفر په لړ کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له سکرترجنرال ډاکټر یوسف بن احمد العثیمین سره په جده کې وکتل چې دواړو لوریو د سولې په روانو خبرو، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له دريځ څخه د اسلامي هېوادونو د ملاتړ په څرنګوالي او په اړونده موضوعاتو خبرې وشوې.

په دغه ناسته کې په سعودي عربستان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي ښاغلي احمد جاوید مجددي او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي ډاکټر شفیق صمیم هم برخه اخیستې وه. د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د اسلامي نړۍ په یووالي اوهمغږۍ کې د اسلامي همکاریو سازمان د هڅو قدرداني وکړه او د سولې د اوسنۍ پروسې لپاره یې د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي اجماع د تشکیل لپاره د افغانستان د کړکیچ د حل په موخه د ځانګړو پرېکړه لیکونو صادرول وستایل.

ښاغلي حلیمي په افغانستان کې جګړه د اسلامي نړۍ د عالمانو د فتوا پر بنسټ د اسلام دین له نظره غیرقانوني وبلله او زیاته یې کړه چې افغانان او دولت د دایمي سولې د ترلاسه کولو لپاره چې د افغانستان د خلکو ارادې پکې بنسټيز رول لوبولی شي، هیڅ ډول قرباني نه ده سپمولې، د طالبانو د ټولو شرطونو پلي کولو لپاره عملي ګامونه اخیستل شوي دي او د اوسني کړکیچ د حل او تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره خبرو ته چمتو دي.

ښاغلي حلیمي زیاته کړه چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره هیڅ دلیل شتون نلري او د جګړې دوام یوازې ورور وژنې او د مسلمان نسل وژنې لپاره زمینه برابروي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د هېواد امنیتي ځواکونه د نظام ملاتړ او د هېواد امنیت ډاډمنولو وړتیا لري او افغان دولت د سولې پروسې د بریا لپاره د OIC مرستې دوام ته اړتیا لري. هغه زیاته يې کړه چې موږ غواړو چې دغه اداره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي ترڅو په افغانستان کې وینې تویول پای ته ورسوي او روان کړکېچ له سیاسي لارې حل کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د څرګندونو په ځواب کې، د OIC سکرتر جنرال وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې په اړه شړعي، منځلاری او ريښتينی دریځ غوره کړی، په ځانګړي توګه د چټک اوربند او همدارنګه د خلکو د خپلواکۍ غوښتنې له لارې د مشرتابه ټاکل کېدل، هغه اصول چې د ټولو اسلامي هیوادونو لخوا منل شوی دي او د اسلامي همکاریو سازمان هم د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت د دریځ ملاتړ کوي.

ډاکټر یوسف بن احمد العثیمین څرګنده کړه چې وژنه، تاوتریخوالی او تهدید د اسلام له اصل سره مخالف دي، په همدې اساس د تبلیغاتو او پیغام له لارې خلکو ته باید څرګنده شي چې اسلام د ترهګرۍ او تاوتریخوالي دین نه دی بلکه د اتحاد او یووالي دین دی.

همدارنګه نوموړي د جګړې په مخنیوي کې د دیني عالمانو د رول ستاینه وکړه او ویې ویل چې په اسلامي ټولنو کې عالمان نه یوازې له مذهبي نظره بلکه له سیاسي نظره هم مهم مقام لري.

ښاغلي العثیمین زیاته کړه چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته، په افغانستان کې د طالبانو جنګ جګړه هیڅ کوم دلیل او عذر نلري چې جګړې ته دوام ورکړي او ان شالله د مسلمانانو وژلو جګړه به نوره اوږده نشي.

ښاغلي حلیمي وویل که طالبان سولې ته ریښتني ژمن وي، نو افغان دولت به د ملي پخلاینې او د سولې د پروسې د بریا پر وړاندې به هیڅ خنډ ونه ګوري، او چمتو دي چې د افغانانو د غوښتنې سره سم په ټولو برخو کې د سیاسي مشارکت لپاره لاره هواره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS