د رسنیو درنو استازو!

bakhshi_admin
اطلاعیه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د دومیاشتو لپاره په (210) نظامي مرکزونو او ملي راډیو ټلویزون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر د دورو د پیل په مناسبت د وزارت دمقام، دولتي مسؤلینو، شیوخو او علماء کرامو په ګډون یوه غونډه د مرکز زون د حاجیانو په مجتمع کې جوړه کړي. 

په همدې موخه د رسنیو له درنو همکارانو څخه په ډېر درنښت هيله کوو، چې د دې غونډې په خبرې پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړﺉ.

ځای: د زړو مکروریانو د ملي بس څلور لارې، مرنجان تپې ته څېرمه، د مرکز زون حاجیانو مجتمع

نېټه: سه شنبه، 30 رجب المرجب  1444هـ ق _ (۲، حوت ۱۴۰۱ هـ ش)

وخت: د سهار  (10:۰۰) لس بجې

د اړیکو شمېرې: ۰۷۴۴۱۷۵۷۹۷/ ۰۷۸۸۸۸۳۲۸۸/۰۷۴۴۷۲۰۰۷۰

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلو میاشتې په ۲۰مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.

یا . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

کابل – افغانستان:

ټاکل شوې ده، نن شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سلواغې ١١مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۴۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

هغه قاریان او فاتحین چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشأن د ختم اداء کولو لیولتیا لري، خبر ورکول . . .

Back to announcements