د مصر جمهوري هېواد سفیر د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له سرپرست وزیر سره تعارفي ناسته وکړه.
![ملاقات سفیر مصر](/sites/default/files/2020-08/118126784_2021819447962430_4735263319440702613_n.jpg)
کابل افغانستان: نن د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي محمد قاسم حلیمي د مصر جمهوري هېواد له سفیر ښاغلي هاني صلاح، لومړي سکرتر حسن النجار او قونسل محمد عبدالحلیم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او تعارفي ناسته یې ترسره کړه.
په لومړي سر کې د مصر سفیر د دواړو هېوادونو تر منځ د نېکو اړیکو تر څنګ ښاغلي محمد قاسم حلیمي ته د نوي موقف مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د مصر جمهوري هېواد چمتو دی، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره په ښوونیز، فرهنګي او د دواړو وروڼو هېوادونو د علماوو تر منځ د همغږي په برخه کې همکاري وکړي.
ور پسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د مصر ورور او دوست هېواد له صادقانه مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه، چې د اوږدو کلونو په لړ کې یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول ددیني اړیکو پیاوړتیا او ددې هېواد د ځوانانو لپاره د تحصیلي زمينې په برابرولو کې مرسته کړې مننه او قدردانی وکړ. دواړو لورو د دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو په دوام ټینګار وکړ.