د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د حاجیانو لپاره د حج مناسکو درسي بهیر پیل شو.

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۹:۲۲
ىروس

نیټه: ۷، ذوالقعده ۱۴۴۳هـ ق _ (۱۶، غبرګولی ۱۴۰۱ هـ ش)

د دې وزارت خبریال د حجاجو مجتمع څخه راپور ورکوي، چې د حج مناسکو لارښونې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یو شمېر مسوولينو، علماوو او د حاجیانو يوې لويې ډلې په ګډون نن د حاجیانو مجتمع په جامع جومات کې پيل شول.

د یادو مراسمو په پيل کې علماء کرامو د ددې مبارک سفر فضیلت او اهمیت روښانه کړ او یاد تدریس د شیخ الحدیث میر محمد فاروق، مولوي قاری سعیدالرحمن او مولوی اسرار الحق لخوا د حاجیانو مجتمع کې ترسره کیږي او تر پایه پوري به دوام ولري.

د حج د مناسکو کميټې مسوولينو په وينا، دغې کميټې د کاري پلان له مخې نن د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د حج مناسکو درسونه پيل شو، د مناسکو ښونیز پروګرام د شیخانو او جیدو علماء کرامو لخوا پرمخ وړل کیږي، هغه حاجیان چې د حج پیسو دویم قسط یې تحویل کړی وي او اسناد یې بشپړ کړي وي، د حج د کمیټې له خوا دې حلقو ته معرفي کیږي.

د یادونې وړ ده، چې ذکر شوي درسونه د حج مراسمو په تړاو د حاجیانو چمتو والي لپاره د دوي ظرفیت او وړتیا ته په کتو په نظري ډول وړاندې کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زړو قرآن کریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل

اول د ربیع الأول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآن کریمونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

BACK TO NEWS