رسنېز بلنلیک !

bakhshi_admin
اطلاعیه

د رسنیو درنو استازو!

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لری، هغو حاجیانو ته چې سږکال د فرضي حج د اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وه، د دوی د لګښتونو څخه پاتې پیسې د یاد وزارت لخوا بیرته ورکولو په تړاو غونډه ترسره کړي او په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ غړو په ګډون د یو شمېر حاجیانو په شتون کې د پیسو ورکولو بهیر پیل شي.

په همدې موخه د رسنیو له درنو همکارانو څخه په ډېر درنښت هيله کوو، چې د دې غونډې په خبرې پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړﺉ.

ځای: مرمرینه ماڼۍ، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

نېټه: سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۵ هـ ق (۲۱ سنبله ۱۴۰۲ هـ ش)

وخت: له غرمې مخکې لس (۰۰: ١٠) بجې

د اړیکو شمېرې: ۰۷۴۴۱۷۵۷۹۷/ ۰۷۸۸۸۸۳۲۸۸/۰۷۴۴۷۲۰۰۷۰

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلو میاشتې په ۲۰مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.

یا . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

کابل – افغانستان:

ټاکل شوې ده، نن شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سلواغې ١١مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۴۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

هغه قاریان او فاتحین چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشأن د ختم اداء کولو لیولتیا لري، خبر ورکول . . .

Back to announcements