له سعودي عربستان څخه هېواد ته د حاجیانو د بېرته راستنېدو لرۍ دوام

bakhshi_admin
جمعه ۱۴۰۲/۴/۲۳ - ۸:۱۰
ادامه برگشت

۲۵ ذوالحجة ۱۴۴۴ هـ ق (۲۲ سرطان ۱۴۰۲ هـ ش) سږکال افغان حاجیانو په ډېره ارامه فضاء کې د حج مناسک په ښه توګه ترسره کړل او نن سهار اته بجې په دوولسم پرواز کې، چې د میدان وردګو او لغمان ولایتونو شاوخوا (۳۴۶ ) تنه حاجیان وه، کابل ته را ورسېدل. هغه افغان حاجیان چې لومړی سعودي ته رسېدلي وو او له حج اداء کولو څخه مخکې مدینې منورې کې د اتوو شپو او ورځو تیرولو، په نبوي جومات کې د څلویښتو لمونځونو اداء کولو او سپېڅلو زیارتونو کولو وروسته، هغوی به په لومړیو الوتنو کې، چې د کام ایر هوایي شرکت له لوري سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو لېږد او راستنېدو مسؤولیت په غاړه لري هېواد ته را انتقال کړي او کوم حاجیان چې مدینې منورې ته نه دي تللي، مدینې منورې ته به د تلو ورسته هېواد ته را ستانه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS