د مبارکۍ پيغام

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۲:۳۹
پیام تبریکی

ښاغلي محمد قاسم حلیمي نن د ١٣٩٩ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د ارشاد،حج او اوقافو وزیر په توګه د باور رایه ترلاسه کړه.
د ولسي جرګې د نن ورځې په رایه اچونه کې (٢٤٦) رایې وکارول شوې چې له دې جملې څخه ښاغلي حليمي و توانېده، چې (١٤٨) د باور رایې ترلاسه کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري هیأت، منسوبین او علماء کرام له ولسمشر جلالتمآب محترم محمد اشرف غني څخه مننه کوي، چې دې مهم، دیني او مذهبي وزارت ته یې وړ، مناسب او په هېواد شخص را وپېژانده. او بیا د ملي شورا له ټولو محترمو غړو څخه مننه کوي، چې نوموړي ته یې د باو رایه ورکړه.
محمد قاسم حلیمي په لنډه موده کې وتوانېده، چې په ارشاد، حج و اوقافو وزارت کې بنسټیز کارونه تر سره کړي او په ټولو دیني او ملي مسایلو کې ددغه وزارت دریځ روښانه کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري هیأت، منسوبین او علماء کرام د دې دیني عالم ، روند مشر، ملي او سیاسي شخصیت ښاغلي محمد قاسم حلیمي ته د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر په توګه د باور رایې د ترلاسه کېدو مبارکي وايي.
ښاغلی حلیمي صاحب پدې برخه کې د پوره تجربې خاوند دی او تل د ولسونو او خپلو خلکو په منځ کې پاتې شوی دی.
بارو لرو چې دده په موجودیت کې به د ارګ او منبر ترمنځ پوره همغږي رامنځ شي او د چارو سمبالښت به په ښه توګه تر سره کړي.
حلیمي صاحب ته په ورسپارل شوې دنده کې د الله تعالی له دربار څخه بریالیتوب او د ښه خدمت کولو توفیق غواړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه

جمعه، ۴/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۴/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۸:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په کچه له غیر رسمي علماء کرامو سره د انسجام او همغږۍ د غونډو په دوام د سرپل ولایت له علماوو سره غونډه ترسره شوه

چهارشنبه، ۲/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د جوزجان ولایت له غیر رسمي علماء کرامو سره غونډه ترسره شوه

سه شنبه، ۱/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۱/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

‏د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ‏د هدایت پر اساس، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا. . .

BACK TO NEWS