په مرکز او ولاياتو کې ټولو رسمي او غيررسمي امامانو او خطيبانو ته دارشاد، حج او اوقافو وزارت دمقام هدایت !

bakhshi_admin
اطلاعیه

دا چې د سويډن په هېواد کې د يو متصعب کافر لخوا د مسلمانانو سپيڅلي کتاب قرآن کريم بې حرمتي شوي ده او قرآن کريم يې سوځولی دی، بناءً په ټول هيواد کې ټولو رسمي او غير رسمي خطيبانو او امامانو ته جدي سپارښتنه کيږي، چې د قرآن کريم بې حرمتي د جمعې په ورځ د خطابت په يوه برخه کې په شديدو الفاظو سره وغندي.

هیڅ مسلمان ته دا کړنه د منلو وړ نه ده او د سويډن دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې دغه متعصب شخص ته سنګينه سزا ورکړﺉ، ترڅو په آينده کې څوک د داسې عمل جرئت ونکړي.

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۶
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د لوړو زده کړو او مسلکي زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست ټولو مشروطو فضلاوو ته خبر ورکوي چې یاد ریاست په پام کې لري، د ۱۴۴۷ هـ. ق کال د کلنۍ ازموینې په چوکاټ کې له . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۵ هـ ش کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.
یاد . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۴۸
Background image

د راتلونکي کال د حج د فریضې لپاره د چمتووالي او ترتیباتو نیولو خبرتیا

محترمو هېوادوالو او د راتلونکي کال د حج فریضې درنو متقاضیانو!

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري د سپارل شوې رسمي وثیقې او ټاکل شوي مهالویش له مخې . . .

Back to announcements