د رسنیو درنو استازو!

bakhshi_admin
اطلاعیه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د دومیاشتو لپاره په (210) نظامي مرکزونو او ملي راډیو ټلویزون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر د دورو د پیل په مناسبت د وزارت دمقام، دولتي مسؤلینو، شیوخو او علماء کرامو په ګډون یوه غونډه د مرکز زون د حاجیانو په مجتمع کې جوړه کړي. 

په همدې موخه د رسنیو له درنو همکارانو څخه په ډېر درنښت هيله کوو، چې د دې غونډې په خبرې پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړﺉ.

ځای: د زړو مکروریانو د ملي بس څلور لارې، مرنجان تپې ته څېرمه، د مرکز زون حاجیانو مجتمع

نېټه: سه شنبه، 30 رجب المرجب  1444هـ ق _ (۲، حوت ۱۴۰۱ هـ ش)

وخت: د سهار  (10:۰۰) لس بجې

د اړیکو شمېرې: ۰۷۴۴۱۷۵۷۹۷/ ۰۷۸۸۸۸۳۲۸۸/۰۷۴۴۷۲۰۰۷۰

خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۸:۵۲
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، نن ورز سه شنبه، د روان کال د وږي ۲۰مه، د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام د ناستو په لړ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۳۲
Background image

د رسنیو درنو استازو!

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا سه شنبه د  روان کال د وږي (سنبلې)د میاشتې ۱۳مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري، هغو حاجیانو ته چې په ۱۴۴۵ هجري قمري کال کې یې حج اداء کړی د دوی د . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۹:۳۰
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د رسنیو درنو استازو!

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا یکشنبه، د  روان کال د زمري (اسد) میاشتې ۱۴مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۶ هـ ق کال . . .

Back to announcements