د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

هغو قاریانو او فاتحینو ته خبر ورکول کیږي، چې غواړي د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) نواحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال سره سمون خوري د روژې د مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشان ختم وکړئ.

نو له همدې کبله د ختم ترسره کولو لپاره آزموینه اخیستل کیږي، چې د شنبې په ورځ د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۸ مه نیټه چې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د حوت میاشتې له ۲۰ مې نیټې سره برابره ده، د خپل تابعیت له اصلي پېژندپاڼې (تذکرې) سره لاندې آدرس ته مراجعه وکړئ.

آدرس: د کابل نړیوال هوایی ډګر څلور لارې ته نارسیده، د آریانا هوټل څنګ ته، د معهد عالی قراء ات انسټیټیوټ.

د اړیکو شمیرې:

0786033533

0770790782

0789292914

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

د قرآن کریم د حفظ او تجوید ملي سیالیو دیارلسم پړاو او د قرآن کریم حُسن قراءت سیالیو لومړی پړاو د هېواد د (۳۴) ولایتونو په ګډون، د قرآن کریم نړیوالو سیالیو ته د ممتازو قاریانو د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۵۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د کابل عیدګاه جامع مسجد کې په جماعت سره د پنځه وخته لمونځونو د اداء کولو د پیل په تړاو

قال الله تعالی: ]إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ . . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۳۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د تېر کال حاجیانو ته د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ د بشپړېدو په درشل کې ده

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حاجیانو د حقوقو د خوندیتوب او هغوی ته . . .

Back to announcements