د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه مطبوعاتی

د رسنیو درنو استازو!

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لری، چې حرمینو شریفینو ته د محترمو حاجیانو د لېږد د لومړنۍ الوتنۍ په تړاو غونډه ولري.

په همدې موخه د رسنیو له درنو همکارانو څخه په ډېر درنښت هيله کوو، چې د دې غونډې په خبرې پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړﺉ.

نوټ: د محترمو رسنیو همکارانو څخه هیله کیږي، چې په یاده غونډه کې د ګډون لپاره خپل نوملړ او د وسائلو مشخصات په لاندې واټساپ شمیرې ته راولېږي.(0744720070)

ځای: د کابل نړیوال هوایې ډګر، خارجي ترمینل

نېټه: شنبه،۳۰ شوال ۱۴۴۴هـ ق _ (۳۰، ثور ۱۴۰۲ هـ ش)

وخت: د شپې نهه (۹:۰۰) بجې

د اړیکو شمېرې: ۰۷۴۴۱۷۵۷۹۷/ ۰۷۸۸۸۸۳۲۸۸/۰۷۴۴۷۲۰۰۷۰

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۶
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د لوړو زده کړو او مسلکي زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست ټولو مشروطو فضلاوو ته خبر ورکوي چې یاد ریاست په پام کې لري، د ۱۴۴۷ هـ. ق کال د کلنۍ ازموینې په چوکاټ کې له . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۵ هـ ش کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.
یاد . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۴۸
Background image

د راتلونکي کال د حج د فریضې لپاره د چمتووالي او ترتیباتو نیولو خبرتیا

محترمو هېوادوالو او د راتلونکي کال د حج فریضې درنو متقاضیانو!

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري د سپارل شوې رسمي وثیقې او ټاکل شوي مهالویش له مخې . . .

Back to announcements