د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې هېواد د دیني چارو له مشر دکتور علی ارباش سره ولیدل.

۱۴ ذوالحجة ۱۴۴۴هـ ق (۱۱ د سرطان ۱۴۰۲هـ ش)
د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د ترکیې هېواد د دیني چارو مشر ښاغلي دکتور علي ارباش په رسمي بلنه په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د سعودي عربستان د مکې مکرمې په ښار کې د ترکیې هېواد د بعثې په مقر کې جوړه شوې وه. د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ترڅنګ د ګڼو هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو ګډون درلود.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې هېواد د دیني چارو له مشر دکتور علي ارباش سره په ګډوهمکاریو، د دیني او کلتوري اړیکو په ټینګولو، او د علماوو ترمنځ د نظریاتو په تبادلې خبرې اترې وکړې.
په دغه ناسته کې د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ دواړو مشرانو د حج په برخه کې د خپلو تجربو په شریکولو سره هيله څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه به په دیني برخو کې خپله همکاري لا زیاته او پراخه کړي.
د ترکیې د دیني چارو مشر علي ارباش وویل چې افغانستان او ترکیه دوه اسلامي هېوادونه دي، چې ډېر مذهبي، کلتوري او نږدې مشترکات سره لري چې د دغو د لا تقویت لپاره به په ګډه کار کوو.
د غونډې په پای کې د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوی نورمحمد ثاقب لخوا ښاغلي ارباش ته افغانۍ غالۍ ( قالینه) او افغاني زغفران د ډالۍ په توګه ورکړل شول