د افغان حاجیانو لومړۍ کاروان نن د سعودی عرب څخه کابل ته راورسېد

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۳ - ۱۸:۸
اولین پرواز برگشت

۱۶، ذوالحجه ۱۴۴۴ هـ ق (۱۳ سرطان ۱۴۰۲ هـ ش) افغان حاجیانو سږکال پرته له کومي ستونزي د حج مناسک په ښه توګه ترسره کړل او نن بیرته په لومړی کاروان کې، چې د لوګر او لغمان ولایتونو شاوخوا (۳۴۶ ) تنه حاجیان په کې شامل وه، کابل ته را ورسېدل. د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د ارشاد، حج او‌ اوقافو وزارت د یو شمېر رئیسانو او کارکونکو له لوري د ګلونو په ورکولو سره د افغان حاجیانو تود هرکلی وشو. هغه افغان حاجیان چې لومړی سعودي ته رسېدلي وو او له حج اداء کولو څخه مخکې مدینې منورې کې د اتوو شپو او ورځو تیرولو، په نبوي جومات کې د څلویښتو لمونځونو اداء کولو او سپېڅلو زیارتونو کولو وروسته، هغوی به په لومړیو الوتنو کې هېواد ته راستنېږي او کوم حاجیان چې مدینې منورې ته نه دي تللي، مدینې منورې ته به د تلو ورسته هېواد ته را ستانه شي. د يادونې وړ ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د کام اير هوايي شرکت ترمنځ د فرضي حج سفر او راستنېدو هوکړی په اساس ياد شرکت د (۸۹) الوتنو په ترڅ کې د ذوالقعدې له لومړی نېټې څخه ذوالحجې تر ۳ مې نېټي پورې (۳۰) زره حاجیان د مرکز، کندهار، بلخ او هرات زونونو له لارې سعودي عربستان ته انتقال کړل. او له دې وروسته به هم یاد شرکت د افغانستان حاجیان په ترتیب سره هېواد ته راستانه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS