د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

د رسنیو درنو استازو!

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا یکشنبه، د  روان کال د زمري (اسد) میاشتې ۱۴مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۶ هـ ق کال د معتمرینو د لومړۍ الوتنې په مناسبت غوڼده لري، چې په دغه غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د مسؤلینو ترڅنګ تلونکي معتمرین هم ګډون کوي.

په همدې موخه د رسنیو له درنو همکارانو څخه په خورا درنښت هيله کوو، چې د دې غونډې په خبرې پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړﺉ.

ځای: کابل: زړو مکرویانو د ملي بس څلور لارې ـ مرنجان تپې ته څېرمه ـ د مرکز زون د حاجیانو مجتمع

نېټه: یکشنبه ۲۹ محرم ۱۴۴۶ هـ ق (۱۴ اسد ۱۴۰۳ هـ ش)

وخت: د ماسپښین یوه نېمه(۱:۳۰) بجه

د اړیکو شمېرې: / ۰۷۸۸۸۸۳۲۸۸/۰۷۴۴۷۲۰۰۷۰

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۶
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د لوړو زده کړو او مسلکي زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست ټولو مشروطو فضلاوو ته خبر ورکوي چې یاد ریاست په پام کې لري، د ۱۴۴۷ هـ. ق کال د کلنۍ ازموینې په چوکاټ کې له . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۵ هـ ش کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.
یاد . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۴۸
Background image

د راتلونکي کال د حج د فریضې لپاره د چمتووالي او ترتیباتو نیولو خبرتیا

محترمو هېوادوالو او د راتلونکي کال د حج فریضې درنو متقاضیانو!

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري د سپارل شوې رسمي وثیقې او ټاکل شوي مهالویش له مخې . . .

Back to announcements