په ټول هېواد کې د قرآن کریم د ترجمواو تفسیر دورو د پیل لپاره د چمتوالي غونډه ترسره شوه

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۷:۱۱
تفسیر وترجمه

۱۴ رجب ‌المرجب ۱۴۴۶هـ ق (۲۶ جدې ۱۴۰۳هـ ش)

د ټول هېواد په لویو نظامي مرکزونو کې د ۱۴۴۶هجري قمري کال د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د قرآن کریم د ترجمو او تفسیر د دورو دپیل په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب تر مشرۍ لاندې غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د وزارت مرستیالانو، دمرکزي ریاستونو رئیسانو اوعلماء کرامو ګډون کړي ؤ چې په پيل کې دارشاد، حج او اوقافو وزيرد هېواد په لویو نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر پيل، د ځايونو ټاکلو په څرنګوالي او د جیدو شیوخ کرامومعرفي کولو په اړه د غونډې ګډونوالو ته  لارښوونې او جدې سپارښتنې وکړې، ښاغلي ثاقب زیاته کړه؛ چې په ټول هېواد کې په سلګونو لویو نظامي مرکزونو کې به لسګونو زرو مجاهدینو ته د قرآن عظیم الشان د ترجمې او تفسیر دورې د اسلامي امارت د رهبرۍ له هدایاتو سره سم او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تر نظارت لاندې تر سره شي چې د شعبان المعظم له لومړۍ نیټې څخه به شروع او  د رمضان المبارک د میاشتې تر (۲۵) مې نیټې پورې به دوام ولري.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په نظامي مرکزونو کې دغه دورې د افعانستان اسلامي امارت دمجاهدینو اونظامي مسؤلینو لپاره خورا مهمې او اړینې وبللې او ټینګاریې وکړچې د هغو شیوخو اوعلماء کرامونوملړ چې د دغو درسونودمخته وړلو لپاره په پام کې نیول شوی دی، ژر تر ژره به له ټولو مربوطه ارګانونو سره شریک شي، تر څو په پوره همغږۍ سره دغه لړۍ په بریالۍ توګه پیل شي.

همدارنګه ملي راډیو ټلویزیون ته د شیوخو اوجیدو علماء کرامو د معرفي کولو په اړه هم بحث ترسره شو چې دغه شیوخ کرام به د ملي راډيو ټلویزیون له لارې هم د افغانستان مسلمان او مجاهدولس ته په پښتو او دري ژبو د قرآن کریم ترجمې او تفسیر په ژوندۍ بڼه وړاندې کوي..

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۲۸
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷ هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړنۍ پروزا ترسره شو

۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۵ سرطان  ۱۴۰۴ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړی کاروان چې (۸۲) تنه  معتمرین پکې شامل وو، نن د کابل له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

له مکې مکرمې څخه د افغان حاجیانو وروستۍ پرواز نن هېواد ته ترسره شو

دوشنبه ۴محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

مکه مکرمه – هغه افغان حاجیان چې د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو، د حج فریضې تر اداء کولو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

BACK TO NEWS