د مدینې منوري د بعثه حج رئیس د حاجیانو له کاروان سره چې دهغوی د مکې پر لور د راټولیدو په حالت کې ولیدل او ورسره يې خدای ج په اماني وکړه
محترم تاج محمد مجاهد ددې کتنې په ترڅ د خپلو عالمانه ارشاداتو له مخې چې حجیانو ته یې درلودو د فرضي حج د امور ترسره کولو، د احرام ساتلو اداب او د عارفات د وقوفو او د عمرې د اداینې په هکله د کاري کمیټو، د تنظیم او راټولو کمیټو او په ټوله کې د راپور جوړنې کمېټو د هڅو په هکله چې د افغان حجیانو د خدمت او رضایت په برخه کې يې په نه ستړي کیدونکي توکه ترسره کړي مننه وکړه
باید یادونه وشي چې نن د ۱۳۳۸ نفره اهل تسنن حاجیان چې په کنړ، بغلان بلخ او کابل پسي اړه لري د جوهرالعوالي، لولوه الرافي، سکني المدینه او فنون الشلال عمارو څخه او د ۱۸۱ نفرو په شاوخواکې اهل تشیع جعفري حاجیان چې له مرکز څخه وو د الشلال له عمارې څخه د ۳۲ باص موټرونو او ۴عرادې مکشوف سرتیرو په ملتیا د مکې مکرمې په لور وخوځیدل
دا مهال۱۱۴۵۳ کسه حاجیان له مدینی منورې څخه مکې مکرمې ته اماده د سفر دي