د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی سرپرست وزیر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي شو

bakhshi_admin
Sat, Sep 11 2021 11:10 AM
معرفی وزیر

د صفرالمظفر ۱۴۴۳ ھجري قمري

۱۸ وږي ۱۴۰۰ هجري لمريز کال

نن د افغانستان اسلامي امارت د رهبري شورا غړي ښاغلي شیخ الحديث مولوي عبدالحکیم حقاني له لوري د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی سرپرست وزیر شیخ الحدیث دوکتور مولوي نورمحمد ثاقب د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ددې وزارت منسوبینو ته وروپېژندل شو.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په لومړي سر کې د افغانستان د اسلامي امارت د رهبري شورا غړي شیخ الحديث مولوي عبدالحکیم حقاني وینا وکړه.

نوموړي د افغانستان د خپلواکۍ د مبارکي ترڅنګ د اشغال د ماتې په اړه د مجاهدینو سرښندنې او قربانۍ وستایلې او نننی نظام یې د حق د لارې شهیدانو د سرښندنو پایله وباله.

ښاغلي عبدالحکیم حقاني زیاته کړه: د وزارت د چارو سمبالول امتیاز نه، بلکې یو مسؤلیت دی، چې شیخ الحدیث دوکتور مولوي نور محمد ثاقب ته سپارل کېږي، تر څو خپلو ولسونو ته د خدمت مصدر وګرځي.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو نوي سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب خبرې وکړې. ښاغلي ثاقب د افغانستان د اسلامي امارت له مشرتابه مننه وکړه، چې په ده یې اعتماد وکړ او د خپلو ولسونو لپاره ورته یو ځل بیا د خدمت زمینه برابره شوه.

ښاغلي ثاقب د افغانستان اسلامي امارت د اهدافو له جملې څخه درې مهم اهداف چې د اسلامي نظام انفاذ، د هېواد استقلال او ارضي تماميت ساتل او د هېواد بيا آبادول دي په تفصیل سره د غونډې ګډونوالو ته بيان کړل او ورسره يې د ياد وزارت منسوبينو او د هېواد ټول ولس ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو ګډ کور ده او په ټول توان بايد هڅه او کوښښ وکړو چې د ديني او ملي ارزښتونو په رڼاکې په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره خدمت وکړو.

ورپسې د غونډې ګډونوالو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او شیخ الحدیث مولوي نور محمد ثاقب یې د دې وزارت د چارو د سمبالښت لپاره غوره او وړ کس یاد کړ. غونډه په هېواد کې د شرعي نظام او سرتاسري امن د ټينګښت په دعاء سره پای ته ورسېده.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

Sun, Feb 22 2026 6:32 PM
Background image

A Chinese National Embraced the Holy Religion of Islam in Kabul

Saturday, 4th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 2nd of Hoot 1404 SH

Today in the city of Kabul, a Chinese national named “Menhai Xia,” son of “Ding Changk Xia,” aged 51, who has. . .

Sat, Jan 31 2026 6:43 PM
Background image

The Ministry of MOHIA Announces Key Implemented and Planned Activities Related to Hajj 1447 AH and Hajj Costs at a Press Conference

Saturday, 12 Sha‘ban 1447 AH, corresponding to 11 Dalwa 1404 SH

Sheikh al-Hadith, Dr. Mawlawi Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, today announced a number of important implemented. . .

BACK TO NEWS