د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ هوکړه لیک

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۰:۴۱
محیط زیست


یکشنبه د لړم د میاشتې ١٢
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، عزیزي بانک او چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ د چاپېریال پاک ساتلو په برخه کې د همکارۍ جلا، جلا تړونونه لاسلیک شول.
د چاپېریال ساتنې ادارې سره د یادو بنسټونو هوکړه لیک د لاسلیک کولو موخه د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی او د کابل ښار هوا د ککړتیا د راکمول په ګوته شوي.
دغه کنفرانس چې د حکومت درسنیو مرکز کې د دې هوکړه لیک د لاسلیک په موخه جوړ شوی و، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معین استاد تاج محمد ”مجاهد“ وویل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د چاپېریال پاک ساتل خپله وجیبه ګڼي او د هوا ککړتیا په مخنیوي کې به د مساجد د منبرونو له لارې، د یادې ادارې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او د هغې طرحې چې د لاس لاندې یې لري د عملي کولو له پاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې معین عزت الله ”صدیقي“ وویل: چې د دې هوکړه لیک د لاسلیک سره به د عامه پوهاوي دغه پروسه لا ښه مدیریت شي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین او د عزیزي بانک ریس هر یو د خپلې ادارې له لوري د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره دچاپېریال په پاک ساتلو د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د کابل ښار د ککړې هوا د راکمولو او مدیریت د ۵ کلن پلان له مخې، ٢٢ وزارتخونې او د خصوصي سکتور څانګه مسؤلیت لري چې له یادې ادارې سره د چاپېریال په پاک ساتلو کې مرسته وکړي.
د چاپېریال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي ۵ کلن پلان د بشپړېدو په حال کې دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۴ - ۱۰:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم ”منیب“ د افغانستان له پاره د چین له نوي سفیر سره لیدنه

پرون (شنبه ٢ لیندۍ ١٣٩٨) دارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم”منیب“ د افغانستان له پاره د چین له نوي سفیر ښاغلي ”وانګ یو“ سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

ښاغلي مولوي عبدالحکیم”منیب. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۱۴:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر جلالتمأب مولوي عبدالحیکم ”منیب“ د اسلامي نړۍ د مذهبي رهبرانو په دوېیمه ناسته کې ګډون وکړ.

د اسلامي نړۍ د مذهبي مشرانو دوېیمه ناسته په باکو ښار کې د پنجشنبې او جمعې په ورځ له ګڼو هېوادونو څخه سیاسي، علمي، مذهبي څېرو او د نړیوال سازمان استازو په ګډون ترسره شو، چې دغې ناستې دوه. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۹:۵۴
Background image

ارزګان ولایت ته د ارشاد، حج او اقافو وزارت مرستیال سفر

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال استاد تاج محمد ”مجاهد“ د ولسمشر د لارښوونې په اساس د سفرونو په لړ کې په ٢٨\٨\١٣٩٨ نېټه ارزګان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له والي،. . .

BACK TO NEWS