د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسؤولینو د کابل ښار له يو شمير علماء کرامو او امامانو سره غونډه تر سره کړه
۱۶ جمادي الأولی ۱۴۴۵ هـ ق (۹ قوس ۱۴۰۲ هـ ش)
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جوماتونو چارو د انسجام عمومي رئیس مولوي محمد نبي محمدي او ورسره مل پلاوي د کابل ښار په اتمه ناحیه کې له يو شمير ديني علماء کرامو، امامانو، خطيبانو، قومي مشرانو او د اتمې ناحیې د ګذر وکیلانو سره ګډه ارشادي غونډه ترسره کړه.
ياد غونډه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هدایت په اساس د علماء کرامو، امامانو او د خطيبانو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ او د دوی د ستونزو او مشکلاتو د اورېدلو په تړاو جوړه شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جوماتونو چارو د انسجام عمومي رئیس مولوي محمدنبي محمدي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: علماء کرام په اسلامي ټولنه کې د ملا د تیر حیثیت لري. نوموړي زیاته کړه د اسلامي نظام د بقا لپاره ټول علماء کرام باید نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.
ښاغلي محمدي وویل: علماء کرام په ټولنه کې پیشوا او مشران دي، دوی باید د خپلو خلکو د اصلاح او روزنې لپاره په جوماتونو کې د فقهې او دیني زده کړو حلقې جوړې کړي، د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر درسونه تنظیم کړي او هم د دوی د پوهې لوړولو، قرائت او خطابت د ښه کولو لپاره کار وکړي.
د غونډې په پای کې علماء کرامو خپلې ستونزې ددې وزارت له مسؤولینو سره شریکې کړې او دوی ته د هر اړخیزې همکاریو ډاډ ورکړل شو.