د ارشاد، حج او اوقافو وزیر دحج پروسې د څارنې او ارزونې تر څنګ په جده کې د ترسره کیدونکې کنفرانس په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړ

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۳:۴۰
سفر وزیر به سعودی

شنبه،۳ ذوالحجة ۱۴۴۶ هــ ق، مطابق ۱۰ جوزا ۱۴۰۴ هــ ش

د افغانستان اسلامي امارت دارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دوکتور نورمحمد ثاقب د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج پروسې د څارنې، ارزونې او د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي هیوادنو د حج وزیرانو په ستر کنفرانس کې د ګډون تر څنګ ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنو په موخه دغه هېواد ته په سفر ولاړ.

په دغه سفر کې به ښاغلي ثاقب د افغانستان د حج بعثې د کاري کمېټو فعالیتونه له نږدې وڅاري د حاجیانو د استوګنځایونو، خوړو، ټرانسپورټ، صحي خدمتونو او د مناسکو د رهنمایۍ د  بهیر ارزونه به ترسره کړي تر څو د حاجیانو لپاره خدمات لا اغېزمن، منظم او باکیفیته شي ‏د محترم وزیر صاحب دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې  ټول دیرش زره افغان حاجیان د حج د اداء کولو په موخه مکې مکرمې ته رسېدلي دي، په مکه معظمه او مدینه منوره کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت کارکوونکي، کاري ډلې او موظفې کمیټې شپه ‌ورځ هڅه کوي چې زرګونو افغان حاجیانو ته مناسب خدمتونه وړاندې کړي،دغه راز ښاغلی ثاقب به د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت او نورو  د حج اړوندو ادارو او شرکتونو له مسئولینو سره رسمي ناستې ولري.

دا لیدنې د دې لپاره ترسره کېږي چې د افغان حاجیانو د خدمتونو بهیر لا چټک، اسانه او هماهنګ شي او د راتلونکو حج کلونو  لپاره لا بنسټیز تفاهمات رامنځته شي.

د دې سفر یوه بله مهمه برخه د سعودی عربستان دجدې په ښار کې د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو  په ستر کنفرانس کې ګډون کول دی چې په دغه کنفرانس کې  به د حج پروسې د ښه تنظیم، د هېوادونو ترمنځ د تجربو شریکولو او د حاجیانو د خدماتو د همغږۍ په موضاعاتو بحثونه وشي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ژمن دی چې د مؤثر مدیریت، فعال نظارت او منظم پلان له لارې افغان حاجیانو ته داسې زمینه برابره کړي چې هغوی خپل مناسک په ارامه او مطمئنه فضاء کې ترسره کړي.

 د یادوني وړ ده چې د ښاغلي ثاقب دغه سفر د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له خوا حج پروسې ته د ځانګړې پاملرنې ښکاره نښه ده، چې موخه ‌یې د افغان  حاجیانو لپاره د غوره خدمتونو برابرول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۹:۱۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ۱۴۴۷هـ ق کال د حاجیانو د لېږد را لېږد په تړاو د هېواد د هوايي شرکتونو له مسؤولینو سره وکتل

سه شنبه، ۲۷/ جمادی الاولیٰ ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۲۷/ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ‌ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د حج پروسې د چمتووالي ، د اړوندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۴۳
Background image

په مقدّسو مشاعرو کې د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو تړونونه د سعودي عربستان اړوند له ضیوف البیت او رواف منی شرکتونو او یوه روغتون سره لاسلیک شول

سه شنبه، ۲۰ جمادى الأولى۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۰ عقرب۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ ق کال د حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدَّسو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر سره وکتل

سه شنبه ۲۰/ جمادى الأولى/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۰/ عقرب/ ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ‌ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مقام کې، په قطر کې د افغانستان اسلامي. . .

BACK TO NEWS