د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له لوري د سټنډرډ ملي ادارې په انګړ کې د یو محراب جومات پرانېسته وشوه

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۰:۱۹
افتتاحیه مسجد

شنبه ۲ ربیع الثاني ۱۴۴۶هـ ق (۱۴ میزان ۱۴۰۳هـ ش)

د عالیقدر امیر‌المؤمنین (حفظه الله) د حکم سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د سټندرډ ملي ادارې (انسا) په انگړ کې د اوقافي بودیجې څخه یو محراب جومات په پاخه او اساسي ډول جوړ او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د لمونځ کونکو پرمخ پرانیستل شو.

د یاد جومات د پرانیستې د غونډې په مراسمو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب، د سټنډرډ ملي ادارې رئیس الحاج مولوي فیض الله تمیم، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرکزي ریاستونو یوشمیر رئیسانو او د سټنډرډ ملي ادارې مسؤلینو گډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

 لومړي د جوماتونو او حُسینیو عمومي رئیس مولوي محمد اشرف حقاني خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې د یاد جومات د ودانیزو چارو په اړه دغونډي کډنوالو ته تفصیلي معلومات ور کړل.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر په دولتي ادارو کې د جوماتونو د اړتیا او ارزښت په اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې دغه جومات د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د هدایت سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د اوقافي بودیجې څخه په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی، چې د اوسني عصر سره سم د لمونځ کونکو لپاره ټول سهولتونه په پام کې نیول شوي دی.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه چې جوماتونه  هغه سپیڅلي ځایونه دي چې د الله جلّ جلاله ذکر او عبادات پکې ترسره کېږي، له دې کبله  ځانکړی او لوړ مقام لري.

هغه وویل: "جومات د خدای جل جلاله کور او د مسلمانانو د اجتماع او راټولیدو مرکز دی او دا د اسلامي امارت دنده او وظیفه ده چې د دولتي ادارو په شمول په ټول هېواد كې جوماتونه جوړ او ترمیم کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل: "الحمدلله، نن موږ او تاسو د دې نوي جوړ شوي جومات د پرانیستلو شاهدان یو، دا د هغو ودانیزو پروژو لړۍ ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد په بیلابیلو برخو کې روانه ده، په تېرو څو اونیو کې په هېواد کې یو شمېر جوماتونه افتتاح شوي دي او په نږدې راتلونکي کې به د نورو جوماتونو د افتتاح شاهدان واوسو .

د یادونې وړ ده چې دغه جومات په (۴۰۰) متره مربع ځمکه کې ډیزاین شوی او د (۷۷۹۰۸۵۶) اووه ملیونه، اووه سوه اته نوي زره او شپږ پنځوس افغانيو په مالي لګښت په دوه پوړونو کې جوړ شوي ده، یاد جومات په یوه وخت کې د (٥٢۰) تنو لمونځ کونکو ظرفیت لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

BACK TO NEWS