د سعودي عربستان سفير د ارشاد، حج اواوقافو وزیر سره لیدنه وکړه
نن چهار شنبې د ۱۳۹۹لمریز کال وري میاشتې په ۶نیټه د ارشاد حج او اوقافو وزیر مولوي عبد الحکيم منيب او په کابل کې د سعودي عربستان لوي سفير جاسم بن محمد الخالدي سره وليدل چې د عامې روغیتا وزارت معین فدا محمد پیکان او د هوايي چلند ادارې ریس ډاکتر محمد قاسم وفایی زاده هم پکې ګډون کړی وه.
په دې ليدنه کې د هغو افغان زائرینو او معتمرینو په اړه بحث او خبرې وشوې چې په سعودي عربستان کې بند پاتې دي، د سعودي سفیر په دغه برخه کې وویل چې یاد زائرین او معتمرین تر څوارلس ورځو قرنطین اومعایناوتو ورسته کتل شوي دي چې د ټولو صحي وضیعت د ډاډ وړ دی
د ارشاد حج او اوقافو وزیر په دغه برخه کې ټینګار وکړ هغه کسان چې راستنېږي باید صحي معایناتو په برخه کې او په کرونا ویروس د هغوي د عدم ابتلا ډاډ افغان حکومت ته ورکړل شي.
په دغه غونډه کې پریکړه وشوه چې په دې برخه کې یو منظم او هر اړخیزه پلان له ترتیب وروسته اقدام وشي.