د هېواد له درېو پروازي زونونو څخه مدینې منورې او مکې مکرمې ته د افغان حاجیانو د لیږد لړۍ په منظم ډول جریان لري

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۲۳:۳
ادامه انتقال حجاج

 ۱۲ ذوالقعدې ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۹ ثور۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب په مشرۍ او تر مستقیم نظارت لاندې د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج پروسه تر دې دمه په منظم ډول روانه ده، چې د هېواد له درېو پروازي زونونو څخه د حاجیانو الوتنې مدینې منورې او مکې مکرمې ته د ټاکل شوي تقسیم اوقات له مخې ترسره کیږې.

 ښاغلي ثاقب په هېواد کې د ننه او له هېواد څخه بهر افغان حاجیانو ته په ټولو برخو کې د مسؤولینو له لوري د وړاندې شویو خدمتونو  یادونه وکړه او د حج پروسې ټولو دخیلو کاري کمېټو مسؤولینو ته یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې چې افغان حاجیانو ته د خدمت په ډګر کې له هيڅ ډول هڅو څخه ځانونه دریغ نه کړي او په ځانګړې توګه د تسکین، تغذیې، مفقودینو، روغتیایي، ټرانسپورټ، مناسکو او نورې اړوندې کاري کمېټې چې له شته ټولو امکاناتو څخه په ښه ډول کار واخلي ترڅو افغان حاجیان په ارامه فضا کې خپل عبادتونه ترسره کړي.

د ارشاد، او اوقافو وزیر وویل: مونږ ته د راکړل شوي دیرش زره(۳۰۰۰۰) سهم څخه تقریباً نیمايي(۱۴۵۲۴)تنه حاجیان له هېواد نه حرمنیو شریفو ته د آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو په مرسته د (۴۶) الوتنو په ترڅ کې انتقال شوي دي او په نږدې ورځو کې به د قندهار ولایت د احمدشاه بابا له نړیوال هوایي ‌ډګر څخه هم د حاجیانو پروازونه پیل شي.

د یادونې وړ ده چې نن د هېواد مرکزي زون د کابل ولایت د نواحیو (۳۴۶) تنه حاجیانو لومړی پرواز د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د جدې هوایي ډګر په لور ترسره کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۹:۱۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ۱۴۴۷هـ ق کال د حاجیانو د لېږد را لېږد په تړاو د هېواد د هوايي شرکتونو له مسؤولینو سره وکتل

سه شنبه، ۲۷/ جمادی الاولیٰ ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۲۷/ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ‌ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د حج پروسې د چمتووالي ، د اړوندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۴۳
Background image

په مقدّسو مشاعرو کې د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو تړونونه د سعودي عربستان اړوند له ضیوف البیت او رواف منی شرکتونو او یوه روغتون سره لاسلیک شول

سه شنبه، ۲۰ جمادى الأولى۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۰ عقرب۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ ق کال د حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدَّسو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر سره وکتل

سه شنبه ۲۰/ جمادى الأولى/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۰/ عقرب/ ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ‌ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مقام کې، په قطر کې د افغانستان اسلامي. . .

BACK TO NEWS