د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د هېواد د علماوو یو لوړ رتبه پلاوی ازبکستان ته ولاړ

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۲:۵۳
سفر وزیر به ازبکستان

شنبه ۶ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (۲۶ حوت ۱۴۰۲ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سر محقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې د هېواد د علماوو لس کسیز عالي رتبه پلاوی د ازبکستان مسلمانانو  د ادارې د مشر مفتي شیخ نورالدین خالق نظر په رسمي بلنه د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او په دیني او ښوونیزو برخو کې د دواړو هېوادونو د فعالیتونو د همغږۍ  په موخه نن ازبکستان هېواد ته روان شول.

په دغه سفر کې به د هېواد د لوړ رتبه جیدو علماوو پلاوی د ازبکستان هېواد د تاشکند، بخارا او سمرقند ښارونو له دیني او اسلامي مرکزونو څخه د لیدنې سربیره د دغه هېواد د اسلامي بنسټونو له مسؤلینو سره په لاندې موضوعاتو خبرې وکړي:

- له اسلامي امارت او په ځانگړي توگه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره د اړیکو ټینګښت، پراختیا او همکاري

- د دواړو هېوادونو (افغانستان او ازبکستان) د علماوو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پرمختګ .

- د جوماتونو او مدرسو په برخو کې یو له بل سره همکاري او تجربی شریکول .

- د اسلامي میناتوری او سبک په برخه کې د معلوماتو ترڅنگ په یو لړ نورو برخو کې نظریات شریکول .

د یادولو وړ ده چې د ازبکستان هېواد د سمرقند، بخارا او ترمذ ښارونه کڼ شمېر ديني، علمي او تاریخي مرکزونه لري.

چې د اسلامي تمدن یوه لویه برخه جوړه وي، په سیمه او په ځانګړې توگه په منځنۍ اسیا کې د اسلامي تمدن او کلتور مهمه برخه بلل کېږي .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان سعودي عربستان ته ورسېد

۱/ ذوالقعده/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۹/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان، چې د ننګرهار ولایت (۳۴۶) تنه حجاج پکې شامل وو او د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه یې نن سهار په ۳:۳۰ بجو د کام. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا سعودي عربستان ته د روان کال د حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو

جمعه، ۳۰/شوال المکرم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۸/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا نن سعودي عربستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال د افغان حاجیانو د انتقال بهیر د پیل په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۲:۴
Background image

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو، استاذانو او څېړونکو د استفادې لپاره وړاندې شو

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو. . .

BACK TO NEWS