د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له لوري د سټنډرډ ملي ادارې په انګړ کې د یو محراب جومات پرانېسته وشوه

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۰:۱۹
افتتاحیه مسجد

شنبه ۲ ربیع الثاني ۱۴۴۶هـ ق (۱۴ میزان ۱۴۰۳هـ ش)

د عالیقدر امیر‌المؤمنین (حفظه الله) د حکم سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د سټندرډ ملي ادارې (انسا) په انگړ کې د اوقافي بودیجې څخه یو محراب جومات په پاخه او اساسي ډول جوړ او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د لمونځ کونکو پرمخ پرانیستل شو.

د یاد جومات د پرانیستې د غونډې په مراسمو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب، د سټنډرډ ملي ادارې رئیس الحاج مولوي فیض الله تمیم، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرکزي ریاستونو یوشمیر رئیسانو او د سټنډرډ ملي ادارې مسؤلینو گډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

 لومړي د جوماتونو او حُسینیو عمومي رئیس مولوي محمد اشرف حقاني خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې د یاد جومات د ودانیزو چارو په اړه دغونډي کډنوالو ته تفصیلي معلومات ور کړل.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر په دولتي ادارو کې د جوماتونو د اړتیا او ارزښت په اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې دغه جومات د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د هدایت سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د اوقافي بودیجې څخه په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی، چې د اوسني عصر سره سم د لمونځ کونکو لپاره ټول سهولتونه په پام کې نیول شوي دی.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه چې جوماتونه  هغه سپیڅلي ځایونه دي چې د الله جلّ جلاله ذکر او عبادات پکې ترسره کېږي، له دې کبله  ځانکړی او لوړ مقام لري.

هغه وویل: "جومات د خدای جل جلاله کور او د مسلمانانو د اجتماع او راټولیدو مرکز دی او دا د اسلامي امارت دنده او وظیفه ده چې د دولتي ادارو په شمول په ټول هېواد كې جوماتونه جوړ او ترمیم کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل: "الحمدلله، نن موږ او تاسو د دې نوي جوړ شوي جومات د پرانیستلو شاهدان یو، دا د هغو ودانیزو پروژو لړۍ ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد په بیلابیلو برخو کې روانه ده، په تېرو څو اونیو کې په هېواد کې یو شمېر جوماتونه افتتاح شوي دي او په نږدې راتلونکي کې به د نورو جوماتونو د افتتاح شاهدان واوسو .

د یادونې وړ ده چې دغه جومات په (۴۰۰) متره مربع ځمکه کې ډیزاین شوی او د (۷۷۹۰۸۵۶) اووه ملیونه، اووه سوه اته نوي زره او شپږ پنځوس افغانيو په مالي لګښت په دوه پوړونو کې جوړ شوي ده، یاد جومات په یوه وخت کې د (٥٢۰) تنو لمونځ کونکو ظرفیت لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۹:۵۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په داسې حال کې چې دکابل ښاروال یې ملتیا کوله له بنې حصار څخه تر بگرامیو ولسوالۍ پوري دجوړیدونکې سرک د کار له بهیر څخه لیدنه وکړه .

یکشنبه ۱۰ ربیع الثاني ۱۴۴۶ هـ ق (۲۲ میزان ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب او د کابل ښاروال محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۰:۱۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له لوري د سټنډرډ ملي ادارې په انګړ کې د یو محراب جومات پرانېسته وشوه

شنبه ۲ ربیع الثاني ۱۴۴۶هـ ق (۱۴ میزان ۱۴۰۳هـ ش)

د عالیقدر امیر‌المؤمنین (حفظه الله) د حکم سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د سټندرډ ملي ادارې (انسا) په انگړ کې د اوقافي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۹:۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ختیځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت له مسؤلینو سره وکتل

۲۲ ربیع الأول ۱۴۴۶هـ ق (۴ میزان ۱۴۰۳هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب او ورسره مل پلاوي ختیځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت د. . .

BACK TO NEWS