د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ جوزجان ولایت ته د دیني او اداري چارو د ارزونې او د دښتِ ليلې د مظلومو شهیدانو د زیارت په موخه سفر وکړ
یکشنبه ٣٠/جمادی الآخرة/ ١٤٤٧هـ ق، مطابق ٣٠/ قوس/ ١٤٠٤هـ ش
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب جوزجان ولایت ته ددغه سفر پر مهال د یاد ولایت له والي ښاغلي قاري ګل حیدر شفق، د ارشاد، حج او اوقافو، علماوو شوری او یو شمېر نورو ریاستونو له مسؤولینو سره د لیدلو ترڅنګ، د دښتِ ليلې د مظلومو شهیدانو زيارت او د وزارت لخوا د یو شمېر نوو اِعمار شوو مساجدو افتتاح او ورڅخه لیدنې وکړې.
محترم وزیر صاحب په دغو لیدنو کې د یاد ولایت عمومي وضعیت له نږدې وارزاوه او د ولس د هوساینې، د هغوی د ستونزو د هوارولو او ورته د لا غوره او پروخت دیني او اداري معیاري خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
همدارنګه محترم وزیر صاحب د جوزجان ولایت د محترم والي او یو شمېر نورو مسؤولینو په ملتيا د دښتِ ليلې د مظلومو شهیدانو له زيارتونو څخه لیدنه وکړه، د دوی سپېڅلو ارواحو ته یې د مغفرت، د درجاتو د لوړوالي او ابدي راحت دعاګانې وکړې او د دوی مظلومانه شهادتونه او په ظلم او جبر سره یې تويې شوې پاکې وینې د اسلامي نظام د قیام ذريعه او نه هیرېدونکې وبللې.
محترم وزیر صاحب د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د دښتِ ليلې د شهیدانو د زيارتونو له جوړې شوې احاطې، مسجد او یو لړ نورو تأسیساتو څخه هم لیدنه او ارزونه وکړه او هغو ته د لاښې توجه په هکله یې اړوندو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه محترم وزیر صاحب د دغه ولایت د علماوو شوری د دفتر په انګړ د وزارت له انکشافي بودیجې څخه د دری ملیونه، پنځه سوه او نهه اتیا زره او دوه سوه او څلویښت (٣٥٨٩٢٤٠) افغانیو په لګښت د اِعمار شوي یو محراب مسجد افتتاح هم وکړه، چې په یوه وخت کې د دوه سوه او شلو (٢٢٠) تنو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
نوموړي د خپلې وینا پر مهال وویل چې د اسلامي امارت له فتحې څخه را پدېخوا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له انکشافي او اوقافي بودیجې څخه په ټول هېواد کې دوه سوه او شل محرابه مساجد اعمار شوي دي، چې ډيرۍ یې د پنځه وخته او جُمعې لمونځونو د اداء کولو لپاره د هېوادوالو پر مخ پرانستل شوي او يو شمېر نور به هم په نږدې راتلونکې کې افتتاح شي.
هغوی همدارنګه د مساجدو د مادي او ظاهري اِعمار ترڅنګ د مساجدو پر معنوي آبادۍ هم ټینګار وکړ او علماء کرامو او امامانو ته یې لارښوونه وکړه چې د ژوندانه په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو او د ملت اولادونو ته د مساجدو د منابرو له لارې د شرعي احکامو او لارښوونو د رسولو او د فقهي مسائلو، تفسیر او احادیثو درسونو د بیانولو لړۍ د هغوی د تعلیم او سالمې تربیې په موخه لا تقویه کړي، د ولس او امارت ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او د اسلامي نظام په لا غښتلتیا کې زیاتې هڅې وکړي.
محترم وزیر صاحب همدارنګه زیاته کړه چې امارت د ولس او ولس د امارت دی، د جوماتونو امامان، خطيبان او علماء کرام دې په دې برخه کې خلکو ته پوره ډاډ او اطمینان ورکړي چې اسلامي امارت به په هېڅ وجه د هغو موضوعاتو په هکله چې د اسلام مبارک دین، نظام او د خلکو او ولس په زیان وي، معامله ونکړي.
تر هغې وروسته محترم وزیر صاحب د أبو سلیمان الجوزجاني او انقرې له جوماتونو، چې د شبرغان ښار له تاریخي او لویو مساجدو څخه هم لیدنې وکړې او اړوندو مسؤولینو ته یې د یادو مساجدو په هکله د لازیاتې پاملرنې په موخه هدایت وکړ.
همدا راز محترم وزیر صاحب د دیني او اداري چارو د ارزونې په موخه د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه هم لیدنه وکړه او هېوادوالو ته یې د ارشاد، حج او اوقافو په برخو کې د غوره خدماتو او زیاتو سهولتونو مهیا کولو په موخه اړوندو مسؤولینو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې
