د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د افغان حاجیانو د چارو د مستقیم اشراف او د حج پروسې د رهبرۍ په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړ
پنجشنبه، ۴/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱/جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب مکې مکرمې ته د روان کال د ټولو دیرش زره (۳۰۰۰۰) حاجیانو تر رسېدو وروسته،دهغوی له چارو څخه د مستقیم اشراف، لا ښه تنظیم او د وړاندې کېدونکو خدماتو د څارنې او ارزونې په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړ. ټاکل شوې ده چې ښاغلی وزیر صاحب به د خپل سفر پر مهال په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو کې د حاجیانو د استوګنې، ترانسپورټ، تغذیې، روغتیايي خدماتو او د مناسکو د لارښوونې بهیر له نږدې وڅاري او مقدسو مشاعرو ته د حاجیانو د منظم انتقال لپاره د نیول شوو تدابیرو د تطبیق او عملي کېدو ارزونه ترسره کړي، همداراز به محترم وزیر صاحب د ګمارل شوو کمېټو مسؤولینو ته د چارو د لا ښه تنظیم او اغېزمن مدیریت په تړاو لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړي. همدارنګه محترم وزیر صاحب به د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري په جوړېدونکو رسمي کنفرانسونو او غونډو کې ګډون وکړي، چې په ترڅ کې به د اسلامي نړۍ له استازو، د حج او عمرې له مسؤولینو او اړوندو قراردادي شرکتونوسره د حج د چارو د لا ښه تنظیم، د حاجیانو د خدماتو د پراختیا اود ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه لیدنې وکړي. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ډاډ ورکوي چې د حج مناسکو د اداء کولو لپاره مقدسو مشاعرو ته د افغان حاجیانو د منظم انتقال او هغوی ته د لازمـو خدماتو د وړاندې کولو په موخه، د قراردادي شرکتونو د سلګونو کارکوونکو ترڅنګ د حج بعثې اعضاء هم د تغذیې، ترانسپورټ، مناسکو، مفقودینو او وفیاتو او نورو اړوندو کاري کمېټو په ترکیب کې په خدمت بوخت دي، ترڅو افغان حاجیان وکولای شي د حج مناسک او خپل عبادات په پوره نظم، آرامتیا او سکون سره اداء کړي.
