د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

bakhshi_admin
اطلاعیه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۰۱ ښوونیز کال لپاره د تدریب ائمه د انسټیټوټ د دیني زده کړو ریاست په لاندې شرایطو سره زده کړیالان مني:

 

 ۱- افغاني پېژندپاڼه ( تابعیت) ولرﺉ

 

۲ –  له دیني مدرسو څخه د دولسم ټولګي د فراغت سند ولرﺉ

 

۳- اصلي تعلیمي اسناد او د هغوی یوه کاپي ولرﺉ

 

۴- اصلي پېژندپاڼه او کاپي، د (6) عکسونو سره (3-4) اندازه ولرﺉ

 

۵- په دواړو ژبو (پښتو او دري) بلدیت ولرﺉ

 

۶- غوښتونکي شخص باید پوها وي، سیرت او صورت ولرﺉ

 

امتیازات:  

 

۱- ددې انسټیټیوټ هغه زده کړیال چي ۸۰ سلنه نمبري لاس ته راوړي د دولتي پوهنتونونو درېیم صنف کې له اختصاصي ازموینې وروسته منل کېږي.

 

۲- د وزارت په کاري او د امامانو بستونو کې لومړیتوب ورکول کیږي

 

۳- ددې انسټیټیوټ کې د عربي ژبې زده کړې په وړیا توګه ترسره کیږي                  

 

 يادونه: هره ور…

خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۱۷:۵۱
Background image

د ارشاد، حج او‌ اوقافو وزارت خبرتیا

د میدان وردک، کاپیسا، پکتیکا او غزنی هغو محترمو حاجیانو ته چې د مرکزي زون په شپږم او اووم پرواز کې شامل دي خبر ورکول کېږي، چې د سه شنبه په ورځ ۱۴۴۳/۱۱/۱5ه‍ ق چې د ۱۴۰۱ کال د جوزا میاشتې . . .

شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۲۲:۳۸
Background image

د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

 

د کابل ولایت د ولسوالیو  او د لغمان ولایت هغو محترمو حاجیانو ته چې د مرکز زون په دویم پرواز کې شامل وي خبر ورکول کېږي  چې مهربانی وکړي د یکشنبه په ورځ د ۱۴۴۳/۱۱/۱۳ ه ق چې د ۱۴۰۱ کال . . .

شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۶:۳۲
Background image

دارشاد حج او اوقافو خبرتیا

د ارشاد، حج او‌ اوقافو وزارت خبرتیا: د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو  ټولو هغو حاجیانو ته چې د پرواز شمېره یې د (۱) څخه تر (۵۰۰) پورې وي خبر ورکول کېږي، چې دوی د مرکزي زون په لومړي پرواز کې . . .

Back to announcements