د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مصر د الازهر پوهنتون، مشعل پوهنتون او الکوزي شرکت په همکارۍ د علماوو د ظرفیت لوړولو د لومړۍ دورې فارغینو ته سندونه ووېشل شول.
یکشنبه ٢٨ مرغومي ١٣٩٩
کابل۔ نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مصر د الازهر پوهنتون، مشعل پوهنتون او الکوزي شرکت په همکارۍ د علماوو او خطیبانو د ظرفیت لوړولو د لومړۍ دورې فارغینو ته د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې یې د فراغت سندونه ووېشل شول.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دغه کنفرانس کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي، په انلاین ډول له مصر څخه د الازهر پوهنتون استادانو، د وزارت مشاورینو، ریسانو، د اسلامي تعلیماتو او تدریب آییمه استادانو، علماء کرامو، د مشعل پوهنتون او الکوزي شرکت استازو ګډون کړی و.
لومړی په کابل کې د مصر سفیر ښاغلي احمد اسماعیل د یادو علماوو د فراغت د مبارکي وویله او زیاته یې کړه: د افغانستان او مصر دواړو هېوادونو تر منځ په علمي او فرهنګي برخه کې د اوږدمهاله همکاریو ژمنه وکړه او ویې ویل: د مصر هېواد یو له موخو څخه د افغانستان د علماوو په منځ کې د اعتدال زده کړه، ترویجاو رامنځته کول یاد کړل او زیاته یې کړه،چې د کرونا ویروس له ختمېدو وروسته کوښښ کوو، چې د افغانستان علماوو ته مصر هېواد څخه د لیدنې په موخه د علمي سفرونو زمینه برابره کړو.
ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي خبرې وکړې. نوموړي وویل: د الله تعالی لوی فضل او کرم دی، چې زموږ د علماوو د ظرفیت لوړونې لومړۍ دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسېده او د زده کړو دا لړۍ ادامه لري.
نوموړي زیاته کړه: موږ د علماوو د ظرفیت لوړونې په موخه برنامې د لاس لاندې لرو، چې ددې برنامو په پلي کولو سره به زیات شمېر علماء کرام له دې زده کړو برخمن شي. هغه زیاته کړه: د کرونا ویروس د ختمېدو وروسته پلان لرو، چې د افغانستان علماء کرام د اندونیزیا، مصر، اردن، دیوبند هند او یو شمېر عربي هېوادونو ته د اړتیا وړ زده کړو د حاصلولو لپاره ولېږو.
ښاغلي حلیمي د دې دورې فارغینو ته په خطاب کې د مبارکي ترڅنګ وویل: اوس باید تاسو خپل مسؤلیتونو ته لاډېره پاملرنه وکړﺉ او له حالاتو سره سم د خلکو پوښتنو ته حکیمانه ځوابونه وواﺉيی.
ورپسې دوکتور محمد المحر صاوي د جامعة الازهر رئیس او د ازهر دفارغينو دنړيوالي ټولنې مرستیال د دواړو هېوادونو د علماوو د اړیکو په بهبود خبرې وکړې او د افغان علماوو د ظرفیت په لوړونه کې یې د مصر الازهر پوهنتون د استادانو له لوري د ویډیو کنفرانس له لارې د تدریس برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز د جامعة الازهر پخواني رئیس دوکتور ابراهیم الهدهد او دوکتور عبدالدایم نصیر دشيخ الازهر لوي سلاکار ، د فارغينو دنړيوالي ټولني مرستيال استاد السید اسامه په خپل وار د افغانستان او مصر هېواد د علماوو د اړیکو په پراختیا او ارزښت خبرې او د نورو زده کړو لپاره د زمینې برابرولو په تړاو ټینګار وکړ.
ورپسې د الکوزي شرکت استازي خبرې وکړې او د لومړۍ دورې فارغینو پروګرام یې بریالی یاد کړ. او د علماوو د ظرفیت لوړونې په برخه کې یې د هر ډول مرستو ډاډ څرګند کړ.
د کنفرانس په پای کې د لومړۍ دورې ټولو فارغ شویو علماء کرامو ته د فراغت سندونه ووېشل شول.