د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د یوه خبري کنفرانس له لارې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د افغان حاجیانو سهمیه او لګښتونه له رسنیو سره شریک کړل

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۵:۳۶
پول حج

۱۰ شوال ۱۴۴۴ ه‍ ق (۱۰ ثور ۱۴۰۲ ه‍ ش)

کابل، افغانستان: نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حکومت د اطلاعاتو او د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال سره برابره ده، د افغانستان حاجیانو سهمیه (۳۰۰۰۰) دېرش زره او د حج فریضې د اداکولو لګښتونه په نظر کې نیولو سره د هر حاجي لګښت (۳۹۲۴,۴۱) امریکایي ډالر چې معادل یې (۳۴۰۰۵۰,۲) افغانۍ کیږي وټاکل شوې.

په همدې تړاو جوړې شوې غونډه کې ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب، ددې وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني، د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور او د یاد وزارت یو شمیر رئیسانو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشا، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب د ښه راغلاست ترڅنګ د حج د پروسې په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل او د افغانستان اسلامي امارت رهبري هیئت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم مقام د هڅو او کوښښونو په نتجې سره د ۱۴۴۴ هجري قمري کال چې ۱۴۰۲ هجري لمریز کال سره سمون لري د حج بهیر د تنظیم او ګړندي کولو په موخه په کور د ننه او بهر په سعودي عربستان کې ګټور او پرله پسې فعالیتونه ترسره کړي دي چې په تفصیل سره یې لاندې یادونه وکړه:

۱: د سعودي عربستان له لوري د افغان حاجیانو لپاره (۳۰) زره د حج سهمیه  راکړل شوه.

۲: د حج د پروسې لپاره لازم تدبیرونه او چمتووالی نیول شوې دی.

۳:         د نوبت پر بنسټ د حج د غوښتونکو تایید او پیژندنه تر سره شوې ده.

۴: د حاجیانو لپاره تر ټولو د ټیټ لګښت چارټ جوړول او ترتیبول، چې د هر یو کس (۳۹۲۴,۴۱) امریکايي ډالر کیږي چې د سیمی او ګاونډیو هېوادونو په پرتله د لګښتونو کچې ته په کتو سره د هر نفر د حج لګښت ارزانه بیه ده.

۵:         په ټول هیواد کې د حج د معلمینو د تنظیم او له هغوی څخه د آزموینې اخیستلو په موخه کاري کمیټې وګمارل شوې چې په پایله کې یې له ټول هیواد څخه په شرایطو او معیارونو برابر علماء کرام د حج د ښوونکو په توګه وګمارل شول.

۶ :        د حج د معلمینو درسونه او روزنه مرحله په مرحله پر مخ بیول کیږي.

۷: په هیواد کې دننه د حج په پروسه کې د دخیلو شرکتونو سره د تړونونو لاسلیک کول، لکه د حاجیانو په لیږد کې له کام ایر هوایی شرکت سره قرار داد کول.

۸: په سعودي عربستان کې د حج په پروسه کې د دخیلو شرکتونو سره تړونونه، لکه د استوګنځای، تغذیې او ټرانسپورټ تړونونو لاسلیک کول.

۹: د افغانستان په څلورو پروازي زونونو کې د حاجیانو مجتمعات سمبالول او چمتو کول.

۱۰: د افغانستان د حج په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په مدینه منوره کې د حاجیانو لپاره درې وخته ډوډۍ ورکول.

۱۱: په مکه مکرمه کې حرم شریف ته نږدې په دریو مرکزي نقطو کې د حاجیانو لپاره ودانۍ نیول.

۱۲:       په مدینه منوره کې د مرکزي ودانۍ په ټيټه بیه نیول.

۱3: د جنوبي آسیا د مؤسسې له مسؤلینو سره هوکړه شوې چې په منی کې له جمراتو سره نږدې او په عرفات کې جبل الرحمة ته نږدې د حاجیانو لپاره خیمې په نظر کې ونيسي.

۱۴:       د حج د لارښود کتاب په پښتو او دري ژبو چاپول چې لاندې ځانګړتیاوې لري: آسان، مختصر، مدلل، محقق او هر اړخیزه د حج اړوند مهم اصطلاحات او د مبارکو ځایونو پیژندنه او د حنفي فقهې له معتبرو سرچینو څخه اخیستل شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS