د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال د خپل سفر په ترڅ کې نن د سمنګان ولایت اړوند د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له کارمندانو سره ناسته ترسره کړه.

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۵:۱۷
معین عرفان

۱۱ جمادی الأول ۱۴۴۴ هـ ق (۱۴، قوس ۱۴۰۱ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او مذهبي ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور، د داخلي تفتیش رئیس مولوي حمدالله آخندزاده، د عمومي اوقافو آمر مولوي عبدالباقی عاصم او د خانقاوو عمومي مدیر مولوي سید احمد مدني د اداري چارو د لاښه سمون په موخه د سمنګان ولایت اړوند د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له کارمندانو او کارکونکو سره غونډه ترسره کړه.

یاده غونډه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور تر مشرۍ لاندې جوړه شوه، په پیل کې له ټولو مدیرانو څخه نوبت په نوبت ځینې پوښتنې وشوې. ورپسې بیا ښاغلی منصور د ټولو کارمندانو ته له مراجعینو سره د ښه تعامل، په سپارل شوو دندو کې د پوره شفافیت، اخلاص او صداقت لارښوونې وکړﺉ.

همدا راز نوموړي د یاد ریاست کارکونکو ستونزي او مشکلات واوریدل او دوی ته یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډې په پای کې ټولو کارمندانو ژمنه وکړه، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت محترم مقام د پاليسۍ مطابق به خپل وظايف په پوره اخلاص او صداقت سره ترسره کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS