د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو له مسوولینو سره وکتل.

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۸ - ۱۰:۵۷
ملاقات وزیر با کام ایر

نيټه، ۷ شوال، ۱۴۴۳ هـ_ د ۱۴۰۱ هـ ق کال د غویی ۱۷ مه

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب د اریانا هوايي شرکت او کام ایر هوایي شرکت له مسوولینو سره جلا جلا ناستو کې وکتل.

په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حاجيانو د لېږد او راستنېدو په برخه کې د یادو شرکتونو د پلانونو او اقداماتو په اړه د معلوماتو او توضيحاتو غوښتنه وکړه.

په دې کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ددې وزارت د رهبرۍ یو شمېر غړو هم حضور درلود.

له يادو شرکتونو څخه د حاجيانو د ليږدونې د پلان او اقداماتو، د هغوى د وړتيا او ظرفيت ترڅنګ د حاجيانو د ليږدونې د لګښتونو په اړه هم معلومات وغوښتل شول.

د یادو شرکتونو مسوولینو په وار وار د وزارت رهبري غړو ته د شته ظرفیتونو او اسانتیاوو او د حاجیانو د لېږد د پلان په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د حاجيانو لېږد سوداګري نه، بلکې خپل ديني مکلفيت وګاڼه او ژمنه يې وکړه، چې حاجيانو ته د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو کې به د هر راز همکاریو ته چمتو دي.

په پای کې د يادو شرکتونو د مسوولينو د نظرونو او وړانديزونو له اورېدلو وروسته پرېکړه وشوه، چې د دوى د ټکټونو وروستي نرخونه او شرايط دې له دغه وزارت سره په ليکلي ډول مطرح شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS