د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یو محراب مسجد پرانېسته وشوه .

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۱۲
افتتاح مسجد وزارت شهدا معلولین

چهارشنبه ۱۹جمادی الأولی ۱۴۴۶هـ ق (۳۰عقرب ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یو محراب مسجد پرانېسته وشوه . چهارشنبه ۱۹جمادی الأولی ۱۴۴۶هـ ق (۳۰عقرب ۱۴۰۳ هـ ش) د عالیقدر امیر‌المؤمنین (حفظه الله) په هدایت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په انگړ کې د اوقافي بودیجې څخه یو محراب جومات په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی، چې نن د یوې غونډې په ترڅ کې دارشاد،حج او اوقافو وزیر لخوا د لمونځ کونکو پرمخ پرانیستل شو. د یاد جومات د پرانیستې په مراسمو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیالانو، شیخ عبدالحکیم حقاني، محترم ملا عبد الرزاق اخوند، دارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرکزي ریاستونو یوشمیر رئیسانو او دشهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسؤلینو گډون کړی وو. غونډه چې د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په لومړي سرکې د جوماتونو او حُسینیو عمومي رئیس مولوي محمد اشرف حقاني خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې د یاد جومات د ودانیزو چارو په اړه د غونډې گډنوالو ته تفصیلي معلومات ور کړل ورپسې دارشاد، حج او اوقافو وزیر دغونډې کډنوالو ته خپله عالمانه وینا واوره وله، نوموړی دجوماتونو جوړولو، ابادولو او ترمیمول ترڅنک دمساجدو دنظافت ساتلو، امامت او خدمت کولو په اهمیت او ضرورت تفصیلی خبري وکړي او زیاته یې کړه چې لومړي امامت دحضرت جبرئیل علیه السلام له لوری ترسره شوي ده، چې ورسته زمونږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ټول عمر کې دغه دامامت مقدسه دنده د ژوند تر پای پوری ترسره کړي ده، امامت ډېره مهمه او باعظمته دنده، چې باید ورته په کم نظر ونه کتل شي . ښاغلي ثاقب وویل: په هيواد کې دنورو ګڼو جوماتونو دجوړولو سربیره دارشاد، حج او اوقافو وزارت هوډ لري، چې په وزارتونو او دولتې اداراتو کې له اوقافي بودیجې څخه جوماتونه جوړ کړي، چې نن یې مونږ او تاسو د شهیدانو او معلولینو چارو وزات په انکړ کې د پرانیستې شاهدان یو.

د غونډې په جربان کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني خبرې وکړې نوموړي د خپلو خبرو په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنگ وویل: تاسو د دغه جومات په جوړولو سره د عبادت کولو، یووالي او د اسلامي ارزښتونو دپیاوړتیا لپاره ضروري کار ترسره کړل چې موږ مو منندوی یوو ښاغلي حقاني زیاته کړه چې د جومات لومړنۍ او اساسي هدف دالله تعالی عبادت او بندګانو ته پکې د دیني احکامو ورښودل دی، نوموړی زیاته کړه چې ددغه جومات جوړول زمونږ دشهیدانو او معلولینو چارو وزارت یوه اړتیا وه چې الحمد الله ترسره شوه د یادونې وړ ده چې دغه جومات په (۵۸۶) متره مربع ځمکه کې ډیزاین شوی دی او د (۱۱,۲۲۶,۳۴۲) یوولس میلیونه، دوه سوه شپږ ویشت زره او درې سوه دوه څلوېښت افغانيو په مالي لگښت په دوه پوړونو کې جوړ شوی دی، چې په یوه وخت کې د (۹۰۰) تنو لمونځ کونکو ظرفیت لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په موخه له مکې مکرمې څخه مقدّسو مشاعرو ته

د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو دوشنبه، ۸/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۵/جوزا/۱۴۰۵هـ ش د ذوالحجة الحرام میاشتې د اتمې نېټې (ترویې د مبارکې ورځې) په رارسېدو سره، د ارشاد، حج او اوقافو. . .

BACK TO NEWS