د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مکه مکرمه کې د حج بعثې د کاري کمېټو له مسؤولینو سره غونډه ترسره کړه.

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۱ - ۱۰:۱۰
جلسه کمیته های کاری

۱۳ ذوالحجة ۱۴۴۴هـ ق  (۱۰ د سرطان ۱۴۰۲ هـ ش)

‏د افغانستان دحج بعثې په مرکزي دفتر کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او دحج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب په مشرۍ؛ د وزارت مرستیالانو، په مکه مکرمه اومدینه منوره کې دحج بعثې اړوند کاري کمېټو مسؤولینو سره دحاجیانو د ترحیل د ښه مدیریت په موخه غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په لومړي سرکې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له سعودي عربستان څخه افغانستان  ته د حاجیانو د پروازونو پر مهالویش او مکې مکرمې څخه جدې او مدینې منورې ته د افغان حاجیانو د لیږد او په نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

ښاغلي ثاقب په مکې مکرمې او مدینې منورې کې د حج بعثې اړوند کاري کمېټو د کارکوونکو د کار، زیار او په کارونو کې د سخاوت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې الحمدلله د افغان حاجیانو لپاره د غوره خدمتونو او اسانتیاوو د برابرولو په اړه ډیر کار شوی، دا ستاسو د زیار او کوښښ نتیجه وه؛ چې په سږني کال کې مو یوه کامیابه او بریالۍ د حج پروسه درلوده.

ښاغلي ثاقب د کمېټو ټولو مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه؛ چې اوس د دې وخت رارسیدلی چې یو ځل بیا له هر ډول تلاش او کوښښ څخه کار واخیستل شي او په کارونو کې یو له بل سره همغږي رامینځ ته شي او د بعثې غړي باید خپلو ورسپارل شویو کارونه ته متوجي واوسئ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS