د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مکه مکرمه کې له حاجیانو سره لیدنه وکړه.

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۹:۴
دیدار با حجاج

۶ ذوالحجة ۱۴۴۴ هـ ق ( ۳ د سرطان ۱۴۰۲ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد "ثاقب" په داسې حال کې چې د مکې مکرمې د کاري کمېټو مسؤلینو يې ملتیا کوله د ( عبدالله باجابر او درة بیسان) عمارو له حاجیانو سره يې لیدنه وکړه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر حاجیانو ته د مبرور او قبول شوي حج دعاء وکړه، تر څنګ یې د هغوی ځینې ممکنې غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

نوموړي په ​​خپله یوه وینا کې حاجیانو ته وویل: دا پروسه له پیل څخه تر اوسه زما تر مستقیم نظارت او څارنې لاندې دی؛ د وزارت د رهبرۍ هڅې او کوښښ د دې سپېڅلي ماموریت په ټولو پړاوونو کې ستاسو لپاره د آسانتیاوو په رامنځته کولو او د امکاناتو برابرولو کې دي، ترڅو زموږ حاجیان په هیڅ یوه برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.

نو خدایﷻ ته شکر اداء کوو چې د کار له لومړۍ ورځې څخه شروع حرمین شریفینو ته ستاسو تر انتقالیدو پورې په ټولو برخو کې تاسو د مناسبو خدمتونو شاهدان یاستئ، لکه څنګه چې په حرمینو شریفینو کې تاسو ته معلومه شوه، د حج د پروسې د خدمتونو په اړه د حاجیانو مرکې او ویناوې، په مدینه منوره او مکه مکرمه کې انعکاس شوې او په دې ښه پوهیږئ چې ستاسو له استوګنځایونو، عبادي چارو او نورو ټولو برخو څخه څارنه شوې، لازمه ده چې زموږ هر یو معلم، د بعثې غړي او مسؤولین چې ستاسو د خدمت لپاره ګمارل شوي دي، دوی باید شپه او ورځ ستاسو د خدمت کولو لپاره ژمن پاتې شي.

د حاجيانو د لوی کاروان لپاره د دعا په ترڅ کې یو تن حاجي د نورو په استازیتوب د ښاغلي"ثاقب" صاحب راتګ د حاجیان لپاره ویاړ وباله او زیاته یې کړه: له هغو ټولو اسانتیاوو څخه چې ددې وزارت له لوري موږ ته برابرې شوي لکه: د اوسېدو لپاره د حرم شریف ترڅنګ عمارې.

حرم شریف ته د تګ او راتګ لپاره ترانسپورت، د ورځې درې وخته ډوډۍ او د معلمینو له خدمت څخه په بشپړ ډول راضي یو، نو په همدې خاطر حاجیان د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته د دعاګانو لاسونه لپه کوي او زموږ د ګران هیواد د سوکالۍ او فلاح غوښتونکي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

BACK TO NEWS