د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر سره وکتل

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۴ - ۱۰:۲۰
ملاقات سفیر ترکیه

(چهارشنبه، ۷ ربیع الأول، ۱۴۴۳هـ ق مطابق ۲۱ میزان، ۱۴۰۰هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي نورمحمد ثاقب په کابل کې د ترکیې هېواد د سفیر جیهاد ارګینای په مشرۍ ترکي پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د ناستې په پيل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګینای د اسلامي امارت د بریا د مبارکۍ ترڅنګ سرپرست وزیر ته په چارو کې د لا بریالیتوب هیله څرګنده کړه، محترم وزیر صاحب له هغوی څخه مننه وکړه.

ښاغلي سفیر د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دیني او کلتوري اړیکو په اهمیت خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې افغانان او ترکان د دین  او مذهب په لحاظ یو دي، مونږ غواړو د ترکیې د دیني چارو د ریاست له لارې تاسو سره د امامانو په روزنه، د کتابونو په چاپ او خپراوي کې او همداراز د تلویزیوني خپرونو له لارې د دیني پیغامونو په خپراوي کې همکاري وکړو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث مولوي نورمحمد ثاقب د ترکیې د سفیر له دغو مثبتو څرګندونو څخه هرکلی وکړ او په مختصر ډول یې په تیر او اوس وخت کې د اسلامي امارت د رامنځته کېدو په ضرورت رڼا واچوله، ده وویل: پنځه ویشت کاله وړاندې اسلامي امارت په داسې حال کې قیام وکړ چې د افغانانو سر، مال، ناموس او هیڅ هم خوندي نه وو، چې د اسلامي امارت په راتګ سره هغه مهال ټولې خرابۍ او ګډوډۍ ختمې شوې.

او داځل هم اسلامي امارت په داسې مهال په هېواد باندې واکمن شو چې په تیرو شلو کلونو کې فاسد نظام له ولس څخه هرڅه لوټلي وو، د خلکو مالونه، جایدادونه، او هرڅه غصب کېدل، آن چې زور واکو او مفسدینو د دولتي او شخصي ملکیتونو سربیره وقفي ځمکې هم غصب کړې وې، د مخدره موادو کرکیله او استعمال بې حده زیات شوی ؤ، تردې چې افغانستان د نړۍ په کچه د هېروئینو د تولید مرکز ګرځېدلی ؤ، حال داچې زمونږ د تیر امارت پرمهال د ا سلامي امارت مؤسس امیر المؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله په یو فرمان په ټول افغانستان کې د کوکنارو کرکیله صفر ته راټیټه کړې وه.

شیخ صاحب د اوسني امارت په هکله د ترکیې سفیر ته وویل چې اوس په افغانستان کې اداري فساد په بشپړه توګه ختم شوی، اوس په دولتي ادارو کې مقررۍ د واسطې او رشوت په ذریعه نه کیږي، بلکې د اهلیت او لیاقت په بنیاد کیږي، داچې مونږ تازه خپل هېواد له ا شغال څخه خلاص او آزاد کړی نو د هېواد د آبادۍ لپاره د نورو هېوادونو مرستو ته ضرورت دی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د فعالیت په هکله جناب وزیر صاحب وویل: مونږ د مساجدو د تعمیر، ترمیم او فرش برابرولو ترڅنګ د امام، مؤذن او خادم بندوبست هم ورته کوو، له غصب څخه د اوقافي ځمکو ساتنه او پالنه کوو.

د حج او عمرې په اړه مونږ کوشش کوو چې د خپلو هېوادوالو لپاره د کال په اوږدو کې د عمرې د سعادت حاصلولو آسانتیاوې برابرې کړو او کله چې د حج موسم راشي نو په لږو مصارفو به افغان حاجیانو ته د سفر او هلته د استوګنې زمینه برابروو او کوشش به مو دا وي چې بې وزله کسان په وړیا توګه د بیت الله شریف د حج څخه برخمن شي.

په دغه مهال د ترکیې سفیر جیهاد ارګینای د جناب وزیر صاحب د خبرو په تایید وویل: چې خپلواکي یوه مقدسه کلمه ده او ترکیه هم له تیرو سلو کلونو راهیسې خپلواکه ده او په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د پیسو له نړیوال صندوق (IMF) څخه قرضدار نه دی، د پوځ په لحاظ په ناټو کې دویم نمبر هېواد یو او پوځي صنعت کې د نړۍ له مهمو هېوادونو څخه ګڼل کیږو، د اقتصاد له پلوه د نړۍ د شلو لویو اقتصادي هېوادونو(G20) په کتار کې ولاړ یو، پوره خپلواکي همدېته وايي، چې له پوځي او اقتصادي پلوه یو هېواد په خپل ځان تکیه وي ( اګرچه مونږ هم پوره خپلواک نه یو، لیکن تر یوه حده مو دغه مزل لنډ کړی دی).

مونږ له نړیوالو څخه غوښتنه کړې چې افغانستان ته وخت ورکړي ترڅو نوې ادارې خپله وړتیا په ثبوت ورسوي او د همدې لپاره مونږ د اتو (۸) هغو هېوادونو په لیست کې یو چې خپل سفارت مو په افغانستان کې پرانیستلی پرې ایښی دی اګرچه مونږ له افغانستان سره ګاونډیان هم نه یو او دا مو ددې لپاره کړی ترڅو نړۍ ته یو مثال وړاندې کړو.

که تاسو غواړئ چې نړیوالو هېوادونو سره خپلې ستونزې هوارې کړئ مونږ کولای شو په دې برخه کې ستاسو مرسته وکړو.

او تر ټولو مهمه داده چې اداري فساد ختم شي، د مخدره موادو مخنیوی وشي، د اداري فساد مخنیوی چې وشي نو پانګوال او سوداګر هېواد ته راځي او کاري مواقع ورسره زیاتیږي.

او ددې سربیره ګمرکات هم ډیر مهم دي ترڅو سوداګر په آسانۍ سره خپل مالونه صادر او وارد کړي.

مونږ کوشش کوو چې افغانستان کې پانګونه زیاته شي، جوماتونه آباد شي او بشري مرستې راجلب شي.

جناب وزیر صاحب وویل: مونږ د ترکیې په شان د مسلمان ملک په سیاسي، اقتصادي او نظامي قوت خوشحالیږو او خپل مسلمان ورور یې ګڼو، په نړۍ کې چې کوم ځای هم په مسلمانانو ظلم کیږي باید ددوی آواز واورېدلی شي او له دوی څخه دفاع وشي، ترکیه باید مونږ سره زمونږ د کنګل شوې سرمایې په راخلاصولو کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د خبري کنفرانس له لارې د روان کال د افغان حاجیانو سهمیه او لگښتونه اعلان کړل.

سه شنبه ۱۶ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (۷ حمل ۱۴۰۳ هـ ش) کابل، افغانستان: نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حکومت د اطلاعاتو او د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د حاجیانو سهمیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۹:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ورسره پلاوى له ازبکستان څخه نن بېرته خپل هېواد راستون شو.

چهارشنبه ۱۰ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (۱ وری ۱۴۰۳ هـ ل)

‏د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دوکتور مولوي نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې د هېواد د علماوو لس کسیز لوړی پوړی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ورسره پلاوي ازبکستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د بخارا ښار له مسؤلینو سره د کتنې ترڅنګ د دغه ښار له اسلامي مرکزونو او مدرسو څخه لیدنه وکړه.

دوشنبه ٩ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (٢٩ حوت ۱۴۰۲ هـ ل)

د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دوکتور مولوي نورمحمد ثاقب ازبکستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د بخارا ښار ته. . .

BACK TO NEWS