د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
توزیع پول

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا! د کابل ښار مرکز او نواحیو محترمو حاجیانو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال چې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال سره سمون خوري د حج فریضي اداکولو د مصارفو څخه پاتې پیسو د مهال ویش جدول سره سم ویشل کیږي. د یادونې وړ ده، چې ياد شوي مهالوېش له مخې، سبا سه شنبه د صفر ۱۶مه نیټه د ۱۴۴۴هجري قمري چې د سنبلې له ۲۲مې نیټې د ۱۴۰۱ هجري لمريز کال سره سمون خوري، د پاسپورټ او تابعيت سند (تذکره) له اصلي او رنګه کاپي سره د خپلو پیسو تر لاسه کولو لپاره دي د زړو مکروریانو د ملي بس څلور لارې، مرنجان تپې ته څېرمه، د مرکز زون حاجیانو مجتمع ته مراجعه وکړئ. همدارنګه د ولایتونو محترم حاجیان دې په خپلو اړوندو ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته مراجعه وکړﺉ. نوت: هغو محترمو حاجیانو ته چې محرم لري، نو مهرباني وکړئ محرمې (ښځېنه) له ځان سره مه راوړﺉ، یواځي د هغوی اسناد له ځانه سره راوړﺉ. 

خبرتیاوې

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۱:۴۲
Background image

د رسنیو درنو استازو

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، نن چهار شنبه، د  روان کال د غویی (ثور) میاشتې ۱۹مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري حرمینو شریفینو ته د محترمو حاجیانو د لېږد د لومړنۍ الوتنې په تړاو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۰:۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا سه شنبه، د روان کال د وري ۷مه، * د ارشاد، حج او اوقافو وزارت* د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري.

بناً د رسنیو درنو استازو ته . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۹:۷
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

‏ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د حج لپاره نوی نوم لیکنه وکړي. په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو اشخاصو ته چې د بیت الله شریف د حج . . .

Back to announcements