د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

 ټولو هغو علماء کرامو ته خبر ورکول کیږي، چې د امامت او خطابت سره علاقه لري او رسمي دنده هم ونلري: د ښه سیرت او د نیکو صفاتو خاوند ، دمعتبر او باوري علمي سند درلودلو ترڅنک ، ښه قرائت، فصیح وینا او په ملي ژبو په ځانګړي ډول په محلي ژبه تسلط ولري. همدا راز دندې ته پابند او د امامت وړتیا او مهارت ولري، کولای شي د مرکزي زون د حاجیانو مجتمع ته د تقریري او تحریري ازموینې د ورکولو لپاره مراجعه وکړﺉ. نیټه: شنبه ۵ ربیع‌الأول ۱۴۴۴ ه‍ ق (٩ میزان ۱۴۰۱ ه‍ ش) وخت: د سهار نهه بجې (۹:۰۰) ځای: د زړو مکروریانو د ملي بس څلور لارې، مرنجان تپې ته څېرمه، د مرکز زون حاجیانو مجتمع. د اړیکو شمیره: ۰۷۴۴۷۲۰۰۷۰/ ۰۷۴۴۲۶۲۷۹۰ 

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تر اشراف لاندې د قرائت عالي معهد چې په افغانستان کې د (تخصص قرائت سبعه عشره) د ورکړې لومړنی رسمي مرجع بلل کېږي، د ۱۴۰۵ تعلیمي کال لپاره د اوومې دورې په موخه . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلو میاشتې په ۲۰مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.

یا . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

کابل – افغانستان:

ټاکل شوې ده، نن شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سلواغې ١١مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

Back to announcements