د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

د مرکز او ولایتونو لاندې محترمو حاجي صاحبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د سفر د اسنادو د طی مراحل کولو او له کابل څخه مدینې منورې ته په لومړۍ او دویمې الوتنې کې د دوی د تنظیمولو په موخه، د شنبې په ورځ (۳۰/ ثور/ ۱۴۰۲هـ ش - ۳۰/ شوال/۱۴۴۴ هـ ق) د سهار ۰۰: ۸ بجو ته، د زړو مکروریانو د ملي بس څلور لارې، مرنجان تپې ته څېرمه، د مرکز زون د حاجیانو مجتمع ته د دویم قسط د تحویلۍ له اصلي آوېز او د حج اړوندو وسایلو او توکو سره حاضر شي: ۱- د حج په مرکزي ریاست کې د کابل ښار د نواحیو تنظیم شوي محترم حاجیان، چې شمېر یې له (۱) څخه تر (۲۱۵) پورې دی. ۲- د کابل ولایت (ولسوالیو) اته پنځوس (۵۸) تنه محترم حاجیان، چې له وړاندې یې جدول او پاسپورټونه د ویزې لپاره استول شوي دي. ۳- د پنجشیر ولایت (۶۳) تنه محترم حاجیان، چې له وړاندې یې جدول او پاسپورټونه د ویزې لپاره استول شوي دي. ۴- د لغمان ولایت(۳۰۱) تنه محترم حاجیان، چې له وړاندې یې جدول او پاسپورټونه د ویزې لپاره استول شوي دي. ۵- د لوګر ولایت (۱۱۴) تنه محترم حاجیان، چې له وړاندې یې جدول او پاسپورټونه د ویزې لپاره استول شوي دي. د ټولو محترمو حاجیانو څخه هیله کېږي، ترڅو نوبت په جدي توګه مراعات کړي او په کارونو کې د خنډ او ځنډ لامل نشي، کنه نو وروستی مسئوولیت به د دوی پر غاړه وي. د یادونې وړ ده چې د حجاجو مجتمع ته د معیتي اشخاصو دننه کېدل جداً منع دي. د پورتني ذکر شویو شمېرو د حاجیانو کولایشي د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له ویبپاڼو او ټولنیزو پاڼو څخه نور معلومات ترلاسه کړي . 1- د وزارت ویب سایټ: https://www.mohia.gov.af 2- د فیسبوک صفحه: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست 3- د ټویټر صفحه: https://twitter.com/nasharathajj?t=ZHsfCc-nartutcg7e2gNLCA&s=08 4- د وزارت انسټګرام: https://instagram.com/nasharat_hajj 5- ټیلي گرام: https://t.me/MinstryAfghanistanhajj 6- یوټیوب چینل: https://youtube.com/channel/UCgC_GwutZKMR32byjmjmXgA