د افغانستان د حج بعثې رهبرې پلاوې د حج مراسمو د لا ښه تنظیم په موخه فوق العاده غونډه ترسره کړه

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۹:۹
جلسه

۶ ذوالحجة ۱۴۴۴هـ ق  (۳ سرطان ۱۴۰۲ هـ ش)

په مکه مکرمه کې د افغانستان د حج بعثې په مرکزي دفتر کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب په مشرۍ د حج مراسمو د ښه تنظیم او مدیریت په موخه غونډه وشوه.

په غونډه کې منی ،عرفات او مزدلفې ته د افغان حاجیانو د لیږد او په نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

 په ياده غونډه کې  د دې وزارت مرستیالانو، د افغانستان د حج قنسل ، په مکه مکرمه او مدینه منوره  کې د حج بعثې اړوند کاري کمېټو مسؤولینو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې په مکه مکرمه کې د حج بعثې د کاري کمېټو مسؤولینو په مشاعرو کې د اړونده کمېټو لکه د مناسکو، ټرانسپورټ، تغذیې، نشراتو، مفقودینو، بهرنیو اړیکو، او روغتایي برخو کې د خپلو کارونو راپور رهبرۍ پلاوې ته وړاندې کړ، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د راپورونو له اورېدو وروسته د بعثې د کارکوونکو د کار، زیار او په کارونو کې د سخاوت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې الحمدلله  په مشاعرو کې د افغان حاجیانو لپاره د غوره خدمتونو او اسانتیاوو د برابرولو لپاره ډیر کار باید وشوی ترڅو حاجیان په منظم ډول منی ته او له هغه ځایه عرفات او مزدلفې ته ولیږدول شي.

 ښاغلي ثاقب د یادو کمېټو مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه، چې باید د افغان حاجیانو ټول معلمین، مسوؤلین، او د بعثې غړې خپل ورسپارل شوي مسوؤلیتونه په ښه ډول ترسره کړي او په مشاعرو کې حاجیانو ته سمې او ضروري لارښوونې وکړئ او هیله لرو چې د سږني کال د حج پروسه یو بریالۍ او کامیاب حج پروسه ولرو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زړو قرآن کریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل

اول د ربیع الأول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآن کریمونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

BACK TO NEWS