د افغانستـان اسـلامي امـارت د کابینې د پریکړې پر بنسټ د کابل ښار په ۲۲ نواحیو کې د ضرورت پر اساس جوماتونو جوړیږي.
۸ ذوالقعدا ۱۴۴۴ هـ ق (۷ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش)
دافغانستان اسـلامي امــارت د کـابینې د (۲۹) ګڼې مصوبي د (۱-۱) مادې د پریکړې پر اساس لاندې کمیسیون تشکیل شو.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرسیتال شیخ عزیز الرحمن منصور په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي مشاور انجنینر یاسین هوتک، د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حبیب الرحمن او د امرباالمعروف نهی عن المنکر او شکایاتونو اوریدلو وزارت ښاری رئیس مولوي معلم جان په ګډون پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې په کابل ښار کې د نـویـو جوماتونو جوړولـو پـه مـوخـه د مناسـبو ځايونو د ټاكلو پـــه اړه هـر اړخېــزه څیړنـه تـرسـره او پايلـه يې د کـــابینې غونــډې تـه وړاندې کړي.
په همدې تړاو د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې ددې وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور تر مشرۍ لاندې د یادو وزارتونو مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې په پورتنیو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.